سوریه کې پراخه کیمیاوي وسله کارول شوې

د راپورونو په اساس سوریه کی د شخړې د پیل څخه تر اوسه لږ تر لږه ۱۶۱ ځلي کیمیاوۍ وسله کاریدلۍ ده. دا خبر د امریکا او د سوریې طبې ټولنې (SAMS) لخوا ورکړ شوی دی.

په راپور کې چې د اړونده ټولنې د چارواکو لخوا جوړ شوی، ویل کېږي؛ چې د کیمیاوې وسلو د کارولو په پایله کې ۱۴۹۱ تنه وژل شوي او تر ۱۴۵۰۰ تنو ډیر ټپیان شوي دي.

(SAMS) په همدی ډول د ۱۳۳ نورو پیښو چې لا تر اوسه تایید شوې نه دې، هم خبر ورکوی.

په خبر کې ویل ګېږي؛ چې ۷۷ سلنه دغه بریدونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د 2118 نمبر پریکړې وروسته چې د ۲۰۱۳ ز- ل کال د سپتامبر په میاشت کې د کیمیاوې وسلو د نړیوال کنترول او د سوریې د کیمیاوې وسلو له منځه وړلو په موخه نیول شوې وه، تر سره شوي دي

دا هغه ارقام دي چې تایيد شوي خو هغه چې امریکا او نړیواله ټولنه پرې پرده اچوي زرګونو ته رسیږي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button