د 100 میلیونو ډالرو په لګښت ترسره شوی واده

د برونای شهزاده واده وکړ

د نړۍ تر ټولو د بډایه هیواد برونای پاچا خپل کشر زوی ته واده وکړ. د ویلو ده چي دا واده د نړۍ تر ټولو د قیمترین ودنو نه یو وو. د برناوی د شهزاده عبدالمالک واده پوره ۱۱ ورځي او ۱۱ شپې دوام وکړ.
واده د برونای په پلازمینه بندر سري بګوان د استان نور الاایمان په مانۍ کي چي ۱۷۸۸ خونۍ لري ترسره سو. ویل کیږي پدې واده کي د میلمنو څخه ډیرو سروزرو شتون درلود. 11138670_924611787584425_8320470172436555887_n
ناوي او شاوو لپاره د سروزرو او الماسو جامې او د سروزور تختنونه جوړ سوي وو.
ویل کیږي د ناوي په بوټانو کي د سورو سکي په نامه د قیمتي کاڼو او سروزرو څخه کار اخیستل سوی وو.
ناوې چي د معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کي تخصص لري تاج ورته د ۶ لویو الماسو څخه جوړ سوی وو. د ترلاسه سوو معلوماتو له مخي پدې واده څه باندې سل میلیونه ډالره مصرف سوي‌ دي.11144978_924611780917759_857560494286372664_n
د برونای شهزده ۳۱ کاله او میرمن ۲۲ کاله عمر لري. د برونای پاچا چي ۴۰ میلیارده ډالره ثروت لري‌ د ۳ میرمنو نه ۵ زامن او ۷ لورګاني لري.

له (ټي ار ټي) نه په مننه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button