په هرات کي دماین چاودني ۶ عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

په هرات ولایت کي دیوې چاودني په ترڅ کي دملي اردو یو عسکر وژل شوی او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.
دهرات ولایت امنيتي چارواکو ویلي، چي تیره ورځ دهرات دشنډنډ او ادرسکن ولسوالیو په منځ کي دخواجه عریاپه سیمه کي دملي اردو په یوه موټر چاودنه شوه.
دادرسکن امنیه قومندان عبدالصبور ویلي، چي دملي اردو عسکر په سیمه کي په ګزمه بوخت وو، چي چاودنه پرې وشوه، دنوموړي په ویناچي په پېښه کي ۶ تنه ټپیان شول، چي وروسته یو عسکر دژورو ټپونو له امله ووژل شو.
دعبدالصبور په خبره، چي دنورو پنځو تنو عسکرو روغتیايي وضعیت دډاډ وړ دی.
طالبانو ویلي، چي چاودنه دوی کړې ده او په چاودنه کي یې داردو رنجر موټر په بشپړه توګه تخریب کړی دی.
دیادوني وړ ده، چي په دې وروستیو کي دهیواد په بېلابېلو سیمو کي وسله وال بریدونه او چاودني زیاتي شوي دي، چي دکابل حکومت یې سخت اندېښمن کړی دی.
عادل خپلواک