په تخار کي ترافیکي پيښي ۲۱ تنه ټپیان کړي

دتخار امنیتي چارواکي وايي، چي ديوې ترافيکي پيښي په ترڅ کي ۲۱ تنه ټپیان شوي دي.
پېښه نن شاوخوا ۱۰ بجې دتخار – کندوز په لاره دیوه پيکپ موټر دچپه کېدلو په پایله کي رامنځ ته شوه.
دتخار دپولیسو ویاند خلیل اسیر ویلي، چي دموټر سپرلۍ دتفريح لپاره تللي وو، چي په لاره کي یې موټر چپه شو.
ویل شوي، چي په ټپیانو کي ښځي او ماشومان هم شامل دي.
له پيښي وروسته ټپیان دتخار روغتون ته ليږدول شوي دي، ډاکټرانو ویلي، چي د۶ تنو روغتیايي وضعیت نازک دی او دنورو ټپیانو وضعیت دډاډ وړ دی.
دپيښي لامل دموټر چلونکي بې احتیاطي ښودل شوې ده.
په دې وروستیو کي دهیواد په بېلابېلو سیمو کي ترافيکي پيښي زیاتي شوي دي، چي دسلګونو کسانو ژوند يې اخیستی دی، دترافيکو پېښو لامل تر ډیره دموټر چلونکو بې احتیاطي ښودل کیږي.
عادل خپلواک