امريکا له جنګه ولوېده – همت

محمد داود همت

ښکاري چي بالا له جنګه ولویده
مري غربي بلا له جنګه ولویده
ورکړو ګوزارونه افغاني زلمو
نه ګوري تر شا له جنګه ولویده
بیابه مسلمان ته غورې نه وهي
دا واري روښتیا له جنګه ولویده
وار دهغې سپینې عمري تورې
نه لري دوا له جنګه ولویده
زړه کي دآسیا نن دغربي ښامار
ماته یې شوه ملا – له جنګه ولویده
نه به کوي شور داود همته بیا
نوره امریکا له جنګه ولویده !
Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button