ننګرهار: سږکال به د خُرما حاصلات درې برابره زیات وي

عزم(چهارشنبه، ۲۷وری، ۱۳۹۹ل): د ننګرهار وادې کرنیز شرکت مسوولین وايي، د نورو کلونو په پرتله به سږکال په دغه ولایت کې د خُرما حاصلات درې برابره زیات وي.
د وادې کرنیز شرکت مسوولین وايي، پروسږکال د کانال اړوند د خُرماوو بڼ دوه ټنه حاصلات ورکړي وو؛ خو سږکال د اټکل له مخې به یې حاصلات درې برابره زیات وي.
شااوخوا لس کاله وړاندې کانال وادې کرنيز شرکت له لوري د هډې فارم دويم بلاک په پنځوس جريبه ځمکه کې ۲۷۰۰ د خُرماوو شپږ ډوله بوټي کېنول شوي وو، چې اوس ترې کال هرکال ټنونه خُرما راټولېږي.
په ننګرهار کې د جلال اباد ښار سربېره په ګوشتې ولسوالۍ کې هم د خُرماوو بڼونه جوړ شوي دي، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ترې حاصلات راټولېږي.
د کرنې وزارت وايي، د ننګرهار سربېره یې په هلمند او فراه کې هم د خُرماوو بڼونه جوړ کړي او په راتلونکو څو کلونو کې به افغانستان د خُرماوو په برخه کې پر ځان بسیا شي.
اوسمهال افغانستان ته ډېره خُرما له ایران، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو څخه واردېږي.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، په هېواد کې تولیدیدونکې خُرما کیفیت ښه دی او په ګڼو ولایتونو کې د خُرماوو حاصلاتو مثبته پایله ورکړې ده.