په پکتیکا ولایت کې د یوه یوه سړک د ترمیم او جغل اچونې چارې تر اتیا سلنې پورې بشپړې شوي دي

عزم(شنبه، وري ۲۶مه، ۱۴۰۲): د پکتیکا ولایت چارواکي وايي چې په مرکز ښرنه کې یې د یوه سړک چارې پخوا پیل کړې وې چې وسهال یې کارونه په بشپړېدو دي.
د یاد ولایت د ټولګټو ریاست ویلي چې د دې حلقوي سړک د جغل اچونې او ترمیم چارې یې نږدې ۸۰ سلنه بشپړې کړي او هیله کیږي چې پاتې کارونه به یې هم په نږدې راتلونکې کې پای ته ورسیږي.
د پکتیکا سیمه ییز چارواکي وایي چې دا حلقوي سړک ټولټال ۱۸ کیلومتره اوږدوالی لري، چې چارې یې د ټولګټو ریاست د ماشینري او پرسونل په واسطه په چټکۍ سره جریان لري.
یاد سړک چې د پکتیکا په مرکز ښرنه کې جوړیږي چې په بشپړېدو به یې د ښرنې ښار دننه د باروړونکو موټرو د تګ راتګ شته ستونزې هوارې کړي او د خلکو د تګ راتګ به هم ورسره هوسا شي.