نوی سفر؛ د ډيپلوماتیکو اړیکو بیا پېل..!

حمزه الیاس
افغانستان په سیمه خصوصا په منځنۍ آسیا کې د جغرافیې له لحاظه یو بهترین موقعیت لري، افغانستان د آسیا زړه بلل کیږي نو حتما د منځنۍ آسیا هیوادونه خصوصا د سیمي هیوادونه تل د افغانستان په تړاؤ غونډي جوړوي او خپل دیپلوماتیکي هڅي کوي تر څو د سیمي ددې مهمي جغرافیې سره اړیکي تل نارمل حالت کې وساتي ځکه دوئ پوهېږي که چیري اړیکي نارمل نه وي نو حتما به اقتصاد او تجارت کې خنډونه او موانع موجود وي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت استازولۍ د څه باندي څلور میاشتني ځنډ وروسته وړمه ورځ د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د یو پلاوي په مشرۍ ازبکستان هیواد ته سفر وکړ او هلته یې د سیمي د خارجه وزیرانو په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې د افغانستان په تړاؤ جوړه سوې وه، د غونډي په لومړیو څنډو کې یې د چین او ایران د خارجه وزیرانو سره وکتل او په سیمه کې پر ثبات، اقتصادي راکړي ورکړي او په افغانستان کې پر امنیت خبري وکړې او ددې سربېره به هلته د سیمي د مشرانو سره په مهمو موضوعاتو بحث وکړي.
دا سفر به د سیمي هیوادونو او اسلامي امارت پر دیپلوماتیکو اړیکو ژور اغېز ولري او خپلمنځۍ اړیکي به لا هم قوي سي او د افغانستان په اړه چې کومي ننګوني دي او منفي افکار دي هغه به حل سي؛ چې دا به پر سیمه باندي هم مثبت اغېز ولري، او دا غونډه به په سیمه کې پر تجارت، اقتصاد، اوپر تجارتي راکړه ورکړه به هم مثبت اغېز ولري، ځکه چې د اسلامي امارت سیاست اقتصاد محوره سیاست دی، اقتصاد محوره په دې معنا چې اسلامي امارت په دې قائل دی چې هم نورو ته ګټه ورسوي او هم له نورو ګټه پورته کړي، اقتصاد محوره په دې معنا چې افغانستان د آسیا زړه دی په سیمه کې یو بهترین موقعیت لري، اسلامي امارت غواړي چې افغانستان د سیمي د وصل او اقتصاد په مرکز بدل کړي.
او اسلامي امارت به د سیمي هیوادونو مشرانو ته په ډاګه کړي چې د اسلامي امارت سیاست متوازن سیاست دی، متوازن په دې معنا چې د نړۍ د ټولو هیوادونو سره خصوصا د سیمي هیوادونو سره مثبتي اړیکي غواړي.
او دا سفر به نورو سفرونو او نورو لاسته راوړونو ته لاره هواره کړي، زه ددې غونډه جوړولو ته ځکه خوشبین یم چې په دې غونډه کې د منځنۍ آسیا تر ټولو قوي هیواد او په نړۍ کې د اقتصاد له لحاظه یو قوي قوت چین دی، هم ګډون کوي چې دا به د چین سره پر اقتصادي راکړه ورکړه او د چین سره په افغانستان کې پر اقتصادي پروژو، د ورېښمو پر لار او افغانستان پر اقتصادي څلور لاري بحث وکړي چې دا به د افغانستان پر اقتصاد او د افغانۍ پر ثبات ژور او مثبت اغېز ولري.
دا سفر به لیږ تر لیږه هغه کنګل مات کړي چې په تېرو څو میاشتو کې رامنځته سوی وؤ او نورو سفرونو ته به لاره هواره کړي او دا زنځېري کړۍ به لا هم پرلپسې دوام ومومي.

اسلامي امارت به په ننۍ غونډه کې د سیمي هیوادونو ته دا پېغام ورکړي چې موږ د مشترک برخلیک لپاره مشترکي هڅي کوؤ او دا هر څه به په ګډه مخي ته وړو.

نو دا سفر به پر نېک پالۍ نیسو او د ښو لاسته راوړنو سره به ورته سترګي په لار سو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button