شاهین: نوي ډیلي ته مو خپل شارژدافیر ور پېژندلی دی

عزم(دوشنبه، د غوایي ۲۵مه، ۱۴۰۲): په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رئیس سهېل شاهین وايي چې په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت ته د اسلامي امارت د حکومت له لوري نوی شارژدافېر معرفي شوی دی.
شاهین ویلي چې د تېرې ادارې سفیر په هندوستان کې د افغانستان سفارت تخیله کړی او پخپله انګلستان ته تللی دی. ویل کیږي چې پر تېر سفیر فرید ماموندزي د اداري فساد تورونه لګېدلي و او په همدې خاطر د هند دولت د بیاځلې راتلو اجازه نه ده ورکړې.
شاهین وایي چې نوي شارژدافیر قادرشاه تر دې وړاندې هم په هند کې د افغانستان په سفارت کې کار کاوه او د وسمهال لپاره یې دا تشه ډکه کړې ده.
د یادونې وړ ده چې د منځنۍ اسیا د هیوادونو په ګډون د ترکیې، ایران، اندونیزیا، مالیزیا، سعودي، قطر، عربي متحده اماراتو او یو شمېر نورو هیوادونو کې وسمهال د اوسني دولت سفیران او ډیپلوماټان کار کوي او خپلو ډيپلوماټیکي چوپړونو ته دوام ورکوي.