سوان: ښایي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله راتلونکی نړیوال جام وګټي

د انګلستان کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی ګرام سوان وايي، که افغان لوبغاړي راشد خان او نور احمد لکڼوال وشي کولای د خپلو لوبو اوسنی حالت همداسې جاري وساتي، ښايي افغانستان به د راتلونکي يو ورځنيو لوبو نړيوال جام په خپل نوم کړي.
خان او نور اوسمهال د هندوستان پريمير ليګ کې په سياليو بوخت دي. ښاغلي سوان ويلي، راشد خان او نور احمد د ګجرات ټايټنز لوبډلې د غښتلتيا اصلي ستنې دي او د دې لوبډلې په پرلپسې برياوو کې رغنده رول لري.
د هغه په وينا، هر هېواد د يو ورځنيو لوبو لپاره د هند په څېر ورو توپ اچوونکو د لرلو هيله لري او يوازينی هېواد چې بايد له هند سره دې برخه کې حسادت ونه کړي، هغه افغانستان دی.
نوموړي زياته کړې، پرته له شکه، چې خان او نور اوسمهال د نړۍ دوه غوره توپ اچوونکي دي.
خان تر دې دمه د ياد ليګ ترټولو ډېرې (۲۳) وېکټې له ځان سره لري او نور احمد بيا ۸ سياليو کې ۱۱ لوبغاړي سوځولي دي. راشد خان خپلې وروستۍ لوبه کې په توپ اچونه کې ۴ لوبغاړي وسوځول او توپ وهنه کې يې ۷۹ ناسوځېدلې چټکې منډې وکړې.