په ليبيا کې د القاعده سيمه ايز مشر ووژل شو
(عزم : دوشنبه ، غبرګولي ۲۵مه، ۱۳۹۴ل)
په ليبيا کې د القاعده يو قومندان مختار بالمختار د يوه بې پيلوټه الوتکې په بريد له دوه تنه نورو ملګرو سره وژل شوی دی، نوموړی چې په لیبيا او الجزاير کې د القاعده شبکې مسؤل و، په امريکايي اډو او الجزاير کې د ګاز پلانټ په بريد هم تورن و.
د امريکا د دفاع وزارت ويلي چې مختار بالمختار يې د يو لړ عملياتو په نتيجه کې له څو تنو نورو ملګرو سره وژلی دی.
مختار بالمختار چې د القاعده پياوړی قومندان و په ۲۰۱۳ زيږديز کال يې د ان اميناس د ګاز په يوه شرکت له بريد وروسته يې نوم په رسنيو کې وځلېد په دغه بريد کې چې د شرکت ۸۰۰ کارکوونکي يې کلابند کړي وو ۳۸ يې وژلي هم وچې ډېر يې امريکايان وو.
امريکا د مختار بالمختار په اړه ويلي دي چې نوموړی ددوی د هدفونو او ګټو له پاره خطر و،همدغه راز د ليبيا چارواکوهم ويلي چې دمختار بالمختار د وژلو عمليات د امريکا او ليبيا دولتونو په مشوره ترسره شوي دي.
ديادونې وړ ده چې څو ځل مخکې هم د مختار بالمختار د وژل کېدو راپورونه خپاره شوي وو.
عبداللطيف نظيف