طالبان:د بشري حقوقو ادارې دې د مظلومانو غږ پورته کړي

139310041650006964365604

(عزم : دوشنبه ، غبرګولي ۲۵مه، ۱۳۹۴ل)

طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره د څرخي پله د زندان دڅلورم بلاک يو تن قومندان (داؤد) د هغه عمل په غبرګون کې چې  په بنديانو يې د قرانکريم په تلاوت او يو شمېر نورو اسلامي شعائرو بنديز لګولی دبشري حقوقواو سره صليب په ادارو غږ وکړ تر څو ددغه ظلم د مخنيوي او د بنديانو د تعذيبولو څخه دخلاصون په موخه غږ پورته کړي.

په اعلاميه کې راغلي چې ددغه زندان د څلورم بلاک د بنديانو د معلوماتو په اساس، د بلاک قوماندان داؤد د دغه بلاک يو شمېر سپين ږيري بندیان ورغوښتي او هغوی ته يې ويلي چي له دې وروسته تاسو باید د قرانکريم د « الأنفال » او « التوبة » سورتونو ترجمه ونکړئ او بنديان علماء دي په دغو سورتونو کي د آياتونو مفاهيم بنديانوته نه بيانوي، ده همدا راز بنديانو ته خبرداری ورکړئ چي نور پټکی ( لنګوټه ) تړل  هم په بلاک کي منع دي.

اعلاميه زياتوي چې قوماندان داؤد د لوګر ولايت د بره کي برک ولسوالۍ اوسېدونکی دی او له تېرو دوو میاشتو راهيسي ددغه بلاک قوماندان ټاکل شوی دی، په اعلاميه کې راغلي چې  نوموړی يو سخت زړی او ظالم انسان دی او په تېرو دوو میاشتو کي يې ګڼ شمېر مظلوم بنديان په دې جرم وهلي او ټکولي چي دده ناقانونه اوامر يې نه دي منلي.

قوماندان داؤد د بنديانو د وهلو ترڅنګ په ‌ډاګه له هغوی د رشوت غوښتنه هم کوي او د هغو بنديانو مکتوبونه چي د بند موده يې بشپړه شوې وي هم د پيسو اخيستلولپاره له ځانه سره ساتي او بیا يې د پيسو په بدل کي ورکوي، معلومات وايي چي نوموړي قوماندان تېره ورځ يو سپين ږیری بندي په دې خاطر سخت وواهه چي د هغه د خوشي کېدلو مکتوب يې د پيسو اخيستلو سربېره هغه ته نه ورکاوه او کله چي هغه بيرته د خپلو پيسو غوښتنه ورڅخه وکړه ده بندي په وهلو ډبولو سره په وينو رنګ کړ.

د څرخي پله زندان چې د هيواد يو له سختو او وحشي زندانونو څخه دی وخت وخت په کې زنداني طالبانو ډول ډول شکنجي ګاللي خو په غبرګون کې يې طالبانو هم ددوی د انتقام په موخه په امنيتي هدفونو بريدونه کړي.

ياد زندان چې د کابل په ختيځ کې واقع دی د روسانو د يرغل پرمهال هم د کمونستانو د بې ساري وحشت او جنايت نمونه وه.

 

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button