ملګري ملتونو د برما ۵ لکو مسلمانانو ته د بېړنيو مرستو غوښته وکړه

نيويارک (عزم : دوشنبه ، غبرګولي ۲۵مه، ۱۳۹۴ل)
ملګرو ملتونو ويلي چې د ميانمار د ۴ لکه او ۱۶ زره روهنګيايي مسلمانانو دخوړو او نورو ضروري توکو د نه شتون له امله د ژوند وضعيت خراب دی.همدغه راز دتودې هوا له امله هم دغه خلک په ډېر بد حالت کې ژوند تېروي او له ګرمۍ څخه د ځان ساتلو هيڅ وسايل نه لري. د اين اين ای د راپور له مخې د ميانمار په لويديځ رياست راکيني کې له درې کالونو راهيسې د کورنۍ جګړې له امله نږدې ۵ لکه کسانو ته د انساني همدردۍ په بنياد د مرستې ضرورت دي.
د رسنيو د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د بشري خواخوږۍ ادارې ويلي چې په دغو کسانو کې زيات يې مسلمانان دي چې په دوی کې ۱۴۰ زره داسې خلک هم شته چې د کډوالۍ په کېمپونو کې په بد حالت کې ژوند تېروي. همدغه راز د راکيني رياست د سمندر دغاړې په ۵۰۰ مترو کې هم ځينې بې کوره خلک پراته دي چې د سمندر د څپو له ويرې سره سره خپل ژوند ته دوام ورکوي.
عبداللطيف نظيف