د امام ابوحنيفه عالي لېسې دکلنۍ ازموينې نتايج اعلان شول
کوهاټ (عزم : دوشنبه ، غبرګولي ۲۵مه، ۱۳۹۴ل)
په هغه غونډه کې چې نن د امام ابوحنيفه د عالي ليسې په انګړ کې جوړه شوې وه،په کې ګڼ شمېر علماء کرامو،استادانو،قومي مشرانو،زده کوونکو او د زده کوونکو د کورنۍ غړو ګډون درلود دکلنۍ ازموينې نتايج اعلان شول.
د غونډې د ويندويۍ چارې چې استاد محمد جاويد همدرد او استاد عبدالحق پرمخ بېولې لومړی يې قاري عبدالغني فهيم د تلاوت له پاره دريځ ته وبللو ورپسې قاري محمد ولي منګل غونډې په خپل خواږه غږ دغونډې ګډونوالو ته نعت شريف وړاندې کړ.ددې سربېره علماء کرامواو استادانوهم ويناوې وکړي.
غونډې ته يوه سيمه ايز ديني عالم مولوي عبدالسلام حقاني وويل چې د عصري علومو تر څنګ بايد ديني علوم هم ولوستل شي نوموړي زياته کړه چې که تاسو هر روا علم او هنر زده کوئ نو هدف مو بايد دين او وطن ته خدمت کول وي.حقاني صيب وويل چې اوس دساينس او ټيکنالوژۍ دور دی ساينس او ټيکنالوژي زده کړئ او پرمټ يې دين او وطن ته خدمت وکړئ.
غونډې ته قاري جمعه ګل خان شينواري هم په خپله وينا کې زده کوونکو ته د ادب په هکله تفصيلي وينا و کړه او په زده کوونکو يې د ښوونکو د ادب او احترام کولوټينګار وکړ.
غونډې ته په کوهاټ کې د بيفير د تعليمي پروژې د ښوونځيو د تعليمي چارو سوپروايزر استاد ثمر ګل متوکل هم ويناوکړه او زده کوونکي يې خپلو درسونو او ښې تربيې ترلاسه کولو ته متوجه کړل او ټينګار يې وکړ چې له عصري علومو سره سره بايد ديني علم هم ترلاسه کړئ تر څو مو تعليم بشپړ شي.
غونډې ته ددوی سربېره په کوهاټ کې د روضة الاطفال خصوصي ښوونځي مدير سهيل شينواري او محمد عمر هم ويناوې وکړې.
راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست او هرکلي پر مهال دلېسې مدير ښاغلي محمد ابراهيم له خپلو ټولو ښوونکو نه مننه وکړه چې په تعليمي کال کې زده کوونکو ته په ښه توګه درسي چارې پرمخ بېولي دي.
ښاغلي ابراهيم وويل چې موږ د زده کوونکو د زده کړې تر څنګ دښې تربيې له پاره هم پوره کار کړی دی او غواړو چې ټولنې ته د علم او ادب په ګاڼه سنبال ځوانان وړاندې کړو،مدير ابراهيم زياته کړه چې موږ په لېسه کې له هيچا سره کوم شخصي تعصب او اختلاف نه لرو هر هغه زده کوونکی چې تهديد شوی د خپل عمل له وجې او که څوک مجازات شوی هم د خپلې خوارۍ نتيجه يې ده.مدير ابراهيم د راغلو مېلمنو تر څنګ له ټولو هغو عامو افغانانو څخه هم مننه وکړه چې د ليسې په اړه يې ورسره مرستې کړي دي.
ورپسې د ليسې د دوه زده کوونکو اسماعيل او محمد يوسف له خوا يوه دلنډ سوال او ځواب په بڼه ازموينه تیاره شوې وه چې د اووم ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې په مضامينو کې پوښتنې ترتيب شوې وې چې يوه يوه پوښتنه د داو طلبو زده کوونکو له خوا ځوابېده او جايزه ورکو ل کېده.
د علماء کرامو او استادانو له ويناوو وروسته نتايج اعلان شول چې په کې د دولسم الف له ټولګي څخه عطاء محمدولدفيض محمد او د دولسم با ټولګي څخه منور خان ولد اسماعيل په لومړۍ درجه بريالي شوي وو چې د لېسې له خوا ورته جايزې ورکړل شوې.همدغه راز د اووم ټولګي څخه تر دولسم ټولګيو پورې د ټولو څوارلس شعبو لومړي،دوهم او دريم نمبر زده کوونکو ته د ليسې د ادارې له خوا انعامونه ورکړل شول.
عطاء محمدولدفيض محمد او د دولسم الف له ټولګي اول نومره د خوښۍ پرمهال
دولسم با ټولګي څخه منور خان ولد اسماعيل د انعام اخيستلو په مهال
همدغه راز د متوسطې او ليسې د دوه زده کوونکو چې عمومه اوله نمرګي يې ګټلې وه ځانګړي انعامونه ورکړل شول چې په هغو کې د متوسطې عمومي اول نمره له اتم ټولګي څخه روح الله ولد عبدالغفار و چې له ۱۸۰۰ نمرو څخه يې ۱۷۵۰ نمرې اخيستې وې او بل د ليسې عمومي اول نومره محمد کاشف ولد ډاکټر احمدالله و چې له ۱۷۰۰ نومرو څخه يې ۱۶۹۴ نومرې اخيستې وې.
د متوسطې عمومي اول نمره له اتم ټولګي څخه روح الله ولد عبدالغفار و چې له ۱۸۰۰ نمرو څخه يې ۱۷۵۰ نمرې اخيستې وې
د يادونې وړ ده چې د امام ابوحنيفه عالي لېسه په کوهاټ کې يواځېنۍ د افغان کډوالو لېسه ده چې د افغان کډوالو شاوخوا ۸۰۰ بچيان په کې په زده کړو بوخت دي چې سږ کال يې ۱۶۰ تنه زده کوونکي له دولسم ټولګيو فارغ شول . خو د حالاتو د مشکلاتو او ستونزو سره سره لاهم ځينې کړۍ شته چې د خپلو شخصي ګټو په موخه په لېسه کې وخت په وخت جنجالونه او مشکلات رامنځته کول غواړي.
په دغه غونډه کې د نورو مېلمنو تر څنګ استاد شاولي خان حامد،ډاکټر لواړګينی شينواري د هنګو د لېسې مدير ښاغلی محمد مرجان،امان الله شينواري،معلم محمد عثمان،انجينر عبدالقدوس،ډاکټر عبيدالرحمن او ګڼ شمېر نورور مېلمنو برخه درلوده.
د غه پرتمينه غونډه د شيخ القرآن والحديث حضرت مولانا فيض محمد حامد په دعا سره پای ته ورسېده او له هغې وروسته د ليسې د ادارې له خوا مېلمنو ته دغرمې ميلمستيا ورکړل شوه.
مشفق حريت مل