دلندن په ښوونځیو کي په روژه نيولو بندیز لګول شوی

دلندن په ځینو ښوونځیو کي دمسلمانو زده کونکو په روژه نیولو بندیز لګول شوی دی.
دلندن سیمه ييزو رسینو خبر ورکړی، چي دوالتام فاریسټ اینډ بروک هاوس، توماس ګيبئيول، سائيبرون او بارکلې په ښوونځیو کي دروژې په نیولو بندیز لګول شوی دی.
راپورونه وايي، چي دښوونځیو مسوولینو دمسلمانو زده کونکو له کورنیو څخه غوښتنه کړې، چي په خپلو بچیانو روژې ونه نیسي.
دلندن مسلمانانو دښوونځیو دغه پرېکړه غندلې او دا یې غیرقانوني اوله ازادي سره ټکر بللې ده.
په لندن کي دمسلمانانو ټولني دښوونځیو له لوري دروژې په نیولو دبندیز له لګولو سره مخالفت کړی او دا پرېکړه يې غندلې ده.
دمسلمانانو ټولني ویلي، چي دروژې دنیولو حکم الله تعالی کړی دی او څوک حق نه لري، چي دروژې دنه نیولو حکم ورکړي.
دمسلمانانو نمائنده ټولني ویلي، چي اسلام دسوکالۍ او اسانۍ دین دی، چي په نابالغو ماشومانو يې روژه نه ده فرض کړې، همداراز په اسلام کي په زیات ناروغ او دډیر عمر په لرونکي په ضعیف انسان هم دروژې نیول ضروري نه دي، بلکه ورته روا ده، چي روژه ونه نیسي.
ویل کیږي، چي دښوونځیو دغې پرېکړي دمسلمانانو سخته غوسه پارولې ده.
عادل خپلواک