طالبانو په سنګین کي درې پوستې نیولي، ۲۰ عسکر يې وژلي

وسله والو طالبانو دهلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کي درې پوستې نیولي او ۲۰ عسکر يې وژلي دي.
طالبانو په یوه بیان کي ویلي، چي ددوی وسله والو دسنګین ولسوالۍ مرکز ته څېرمه په اوبوژرنده، سورغوږیانو او ګومبتو په سیمو کي په درې پوستو بریدونه ترسره کړي دي، چي په ترڅ کي يې درې واړه پوستې نیولي او په ترڅ کي يې ۲۰ عسکر وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
طالبانو ویلي، چي په دریو نیول شویو پوستو کي يې په زیات شمېر کي وسلې او مهمات هم نیولي دي.
طالبانو ویلي، چي په دغو جګړو کي درې طالبان هم ټپیان شوي دي.
تراوسه دهلمندولایت چارواکو څه ویلي نه دي.
عادل خپلواک