د روژې اووه ویشتمه تحفه

لیکوال : نثار احمد صمد

د زیاترو علماوو په نزد لیلة القدر همدا نن شپه ده ( والله اعلم ) . یعنی کومه شپه ؟

۱ ـ انسانانو ته د هدایت لپاره دنیا ته د قرآنکریم د نزول شپه ؛ ۲ ـ په دغه شپه رحمت او برکت خورا زیات وی ؛ ۳ ـ په دغه شپه د راتلونکی کال اړونده رزق ، عمر او پیښی مقدر او مشخص کیږی ؛ ۴ ـ په دغه شپه عبادت تر یو زر میاشتو هم بهتر وی ؛ ۵ ـ په دغه شپه جبرایل (ع) او بې شمیره ملایکی راکښته کیږی چی د خیر او برکت سبب ګرځی ؛ ۶ ـ په دغه شپه د ناروغیو او بدمرغیو څخه سلامتي وی ؛ ۷ ـ په دغه شپه ناسته او قیام یعنی عبادت او الهی ذکر د تیرو ګناهونو د بخښلو باعث کیږی ؛ ۸ ـ په دغه شپه الله تعالی وایی چی « آیا څوک سته چی بخښنه او مغفرت راڅخه وغواړی تر څو ویې بخښم ؟ آیا کوم پوښتونکی سته چی سوال یې ځواب کړم ؟ آیا د رزق غوښتونکی سته چی په روزي کی یې برکت راوړم ؟ » نو هغه به کوم بد نصیب وی چی د دغسی مقدسی شپې په حاصلولو سره بیا هم په درانه خوب ویده وی ، هغه ضایع کړی او وړیا ګټه ترې وانه خلی ؟ نو راځیً چی اول یې پر لمانځه د پابندۍ څخه راپیل کړو ! او دا هم د روژې اووه ویشتمه تحفه . ستاسو د ځوابونو په انتظار . خو موږ به د ټولو برخو ځوابونه د مبارکی روژې څخه وروسته انشاالله خپاره کړو ، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com).

 

پوښتنی :

۱ ـ د مهاجرو او انصارو اصحابو ذکر په کومو دوو قرآني سورتونو کی سوی دی ؟

۲ ـ الله تعالی د مؤمنانو څخه د هغوی ژوند او مال رانیولی دی ، دا خبره په کوم سورت او کوم آیت کی سوې ده ؟

۳ ـ هغه کوم یوازینی صحابي دی چی په قرآن کریم کی یې نوم ذکر سوی دی ؟

۴ ـ « یو د بل غیبت مه کوئ » ، دا امر د قرآنکریم په کوم سورت او کوم آیت کی سوی دی ؟

۵ ـ په لوح محفوظ کی د قرآن مجید د شتون ذکر چیری سوی دی ؟

۶ ـ که یو چا د کفارې د روژو نیولو قدرت نه درلود ( یعنی مریض یا ډیر کمزوره وی ) نو ؟

الف : باید شپېته وږي مسکینان سهار او ماښام ماړه کړی ؛

ب : حتمأ به شپېته روژې نیسي ؛

ج : د ۶۰ روژو نیولو یا ۶۰ مسکینانو ته د ډوډۍ ورکولو اختیار نلری ؛

د : ډیر خیرات او استغفار به کوي .

۷ : په قبر کی د ملایکو تر پوښتنو وروسته صحیح ځواب ویونکي ته څه ورکول کیږی ؟

الف : جنت ؛

ب : د جنت نعمتونه ؛

ج : د جنت کړکۍ ورته خلاصیږی ؛

د : د الله دیدار ورښکاره کیږی .

۸ ـ حج څه شی دی ؟

الف : د مؤمن معراج دی ؛

ب : د ابراهیم (ع) او اسماعیل (ع) طریقه پر ځای کول ده ؛

ج : د الله سره د محبت عاشقانه عبادت دی ؛

د : په ژوند کی یو ځل پر هر مسلمان فرض دی .

۹ ـ کوم پاچا د پیغمبر (ع) خط څیری کړ ؟

الف : د روم پاچا ؛

ب : د فارس پاچا ؛

ج : د عمان پاچا ؛

د : د انګلستان پاچا .

۱۰ ـ چا د سیف الله ( د خدای توره ) لقب حاصل کړ ؟

الف : خالد بن ولید ؛

ب : علی بن ابی طالب ؛

ج : جعفر بن ابی طالب ؛

د : عبدالرحمن بن ثمره .

او دا هم د نن زرین اصل : محترم وروره او محترمی خور! ته به روژه نیسې، لوږي او تندي به ګالې، تلاوتونه او خیراتونه به کوې، د خوارانو او مسکینانو لاسنیوئ به کوې خو یو بل څوک به راسي او په آرامه به ستا ټولي نیکۍ در څخه واخلي ، که غیبت وکړې !  

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button