داروزګان له اولس سره اربکیانو نوی وحشت په زور ږیري ورخرېيي ويډیو

دخپلواکي ویب پاڼي نن ټکي آسیا له لوري یوه ويډيو نشر شوې ده چې په افغانستان کې داربکیزم دوحشت بله بېلګه پکې څرګندیږي
ویډيو داروزګان ولایت د ګيزاب ولسوالي د سلطان محمد ناوه سیمې کې شوې ده چې دیادي سیمي اربکیانو کلیوال راټول کړي او په داسي حال کې چې لاسونه یې ترشا ورتړلي او جبراً ږیري ور خرېیي

اربکیانو ډېر ځله ترخپل واک لاندي سیمو کې په سنت لباس ږیره او تسبیح باندي بندیز لګولی دی دوی سنت کارونه یواځي طالبانو ته منسوبوي نوځکه بندیز پرې لګوي

اربکیان په هیواد کې په ولس باندي یوه تحمیل شوې پروژه ده چې کله غلاوي ترې کوي کله یې ږيري په زور ور خرېیي

تقریباً اونۍ وړاندي په بغلان کې چرګي غلاکړي وې چې زجراً پرې سرونه وخرېیل شول

دا لومړی ځل دی نه چې له اولس سره داربکیانو له لوري له وحشت څخه ډک او له شریعت خلاف عمل ترسره کیږي
تر دې وړاندي هم اربکیانو دا ډول کارونه ترسره کړي دي چې په ځينو سیمو کې په آذان بندیز، ژوندي انسانان په موټر پسي تړل او کشول یې .په ماین باند دیوه نفر کښېنول او ماین ته انفجار ورکول او …. یې دبېلګي په توګه یادولی شو
داربکیانو پروژه چې دولت یې دمحلي پولیسو په نوم یادوي  په اصل کې د امریکایي قومندان ډېویډ پيټرایس له لوري رامنځ ته شوه چې دهیواد په ډېرو برخو کې یې ولس له ګڼو تکالیفو او بېلابېلو ستونزو سره مخ کړ

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button