دکوچني اختر په مناسبت دملامحمدعمرمجاهدپيغام، دجهادي صف يووالی الهی امر دی

دطالبانو مشر ملامحمدعمر مجاهددکوچنی اختر په مناسبت دتیر په څير یوپيغام خپور کړی او پکي یې ټولو مسلمانانو او په ځانګړې توګه افغانانو ته داختر دمبارکۍ تر څنګ په یولړ مهمو موضوعاتو رڼا اچولې ده.
ملامحمدعمرمجاهد په خپل پيغام کي ویلي، چي دجهادي صف په یووالي ځکه ټينګار کوي، چي دا یو الهی امر دی او  الله تعالی دصف په یووالي ټينګار کوي.
په پيغام کي ویل شوي، چي مجاهدینو ته یې امر کړی، چي  دصف یووالی وساتي او دهغو کسانو مخه ونیسي، چي جهادي صف تخريبوي او دمجاهدینو په منځ کي اختلافات راټوکوي.
ملامحمدعمر مجاهد ویلي، چي دوی به ترهغو خپل جهاد ته دوام ورکوي، چي ترڅو  يې ټول اشغالګر له هیواده ایستلي نه وي او شرعي قانون يې نافذ کړی نه وي، دملامحمدعمر په وینا، چي دافغانستان او دټولي نړۍ دعلماوو له فتوا سره سم یې داشغالګرو په ضد جهاد پيل کړی او دا جهاد به ترهغو روان ساتي، چي ترڅو يې هیواد له اشغالګرو خلاص کړی نه وي.
دامیرالمومنین ملامحمدعمر مجاهد په خبره، چي که څه هم اشغالګر  له زیاتو سیمو خپلو سترو پوځي اډو ته ور ټول شوي، خوبیاهم دهیواد په ځمکه او فضا هغوی مسلط دي.
دجګړې ددوام ترڅنګ دسولي په اړه هم په دغه پيغام کي څرګندوني شوي دي.
دطالبانو مشر ملامحمدعمر مجاهد ویلي، چي سياسي فعالیت او له سوله ييزو لارو خپل هدف ته رسيدل یومشروع امر دی.
ملامحمدعمر دمشروطي سولي چي دشرعيت اوامر پکي تر پښولاندي نشي او داسلام له عالي موقف څخه تنزل پکي ونه شي ملاتړ کړی دی.
ښاغلي ملامحمدعمر په خپل پيغام کي ویلي، چي  له بهرنیو هیوادونو او افغانانو سره له دې امله تماسونه نيسي او خبري اتري ورسره کوي، چي دهیواد اشغال پای ته ورسیږي او یو خپلواک اسلامي نظام په هیواد کي حاکم شي او دخپلو موخو لپاره به له ټولو مشروعو لارو ګټه اخلي.
ملامحمدعمر مجاهد ولس ته ډاډ ورکړی، چي په دې لړ کي به له خپل شرعي موقف څخه په هر میدان کي کلکه دفاع کوي.
ملامحمدعمر په خپل اختريز پيغام کي ویلي، چي دجهاد پایلي به نه ضائع کیږي او یوه شفافه، مسلکي او جواب ګویه افغان شموله اداره به رامنځ ته کیږي.
له بهرنيو هيوادونو سره داړيکو په اړه نوموړي ویلي، چي دوی هڅه کوي، ترڅو له ګاونډیو او دسیمي له هیوادونو سره دشرعی اصولو او دملي ګټو په رڼا کي اړيکي وساتي، ترڅو هیواد دپردیو له شره او له داخلي اختلافاتو وژغوري.
امیرالمومنین ملامحمدعمر مجاهد دځینو کړیو له لوري په طالبانو لګول شوي تورونه  چي هغوی دپاکستان او یا دایران خلک دي په کلکه رد کړل او دا يې ظالمانه قضاوت بللی دی.
دملامحمدعمر مجاهدپه خبره، چي دوی دنورو ګاونډیو په څېر له پاکستان اوایران سره ښې اړيکي غوښتې دي، دا ددوی فیصله شوې پاليسي  ده.
دښاغلي ملامحمدعمر په وینا، چي دنړۍ له سترو قدرتونو سره دهغوی مقابله دا خپله ددوی افتخار ده او دا افتخار باید بل چاته منسوب نشي.
دعصري تعلیم او نوي ټيکنالوجي په اړه هغه اوازې چي طالبان ورسره مخالفت دي دملامحمدعمر له لو ري رد شوي او ویلې دي، چي دوی داسلامي امارت دواکمنۍ په مهال ښوونځیواو دلوړو زده کړو موسسو  ته بشپړه توجه کړې وه.
امیرالمومنین ملامحمدعمر مجاهد په خپل اختریز پيغام کي یوځل بیاپه طالبانو غږ کړی، چي په ټولو کړو وړو کي دالله تعالی رضا په نظر کي ونیسي، له دین، اسلامي امارت، خپلو مشرانو او وطن سره اخلاص او وفاداري ته دوام ورکړي.
په دغه پيغام کي له ولسي وګړو سره په ښه رویه ټينګار شوی او ویل شوي، چي باید دملکي تلفاتو مخنیوي ته ځانګړې پاملرنه وشي.
ملامحمدعمر مجاهد په وسله والو طالبانو غږ کړی، چي دولس زړونه په ښو اخلاقو خپل کړئ.
په دغه پيغام کي طالبانو ته ویل شوي، چي کوښښ دي وکړي، ترڅو حکومتي عسکر له خپلو دندو راوباسئ او دباعزته او خوندي ژوند  شرائط ورته برابر کړئ.
امیرالمومنین ملامحمدعمر مجاهد په دغه پيغام کي له ټولو افغانانو غوښتنه کړې، چي له طالبانو سره خپلي همکاري ته دتیرپه څېر دوام ورکړي.
ملامحمدعمرداسلامي نړۍ روانو حالاتو او اختلافاتو ته په اشارې سره  داسلامي نړۍ له مشرانو او  ټولو مسلمانانو څخه غوښتنه کړې، چي اختلافات ختم کړي او د ورورولئ او اتفاق ژوندسره وکړي.
دامیرالمومنین ملامحمدعمر  دپيغام بشپړ متن په لاندي ډول دی

د نیکمرغه کوچني اختر د را رسېدو په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین د مبارکۍپیغام
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله رب العلمین و الصلوة والسلام علی سیدالأنبیاء والمرسلین محمد وعلی آله وأصحابه أجمعین وبعد قال الله تعالی :
﴿ أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ ﴾ [الحج:۳۹].
ټول اسلامي امت او په خاص ډول د افغانستان مسلمان اومجاهد ولس ته !
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
له نیکو هیلو سره یوځای د نیکمرغه کوچني اختر او د جهاد په ډګر کې دسترو فتوحاتو مبارکي درته وایم الله تعالی مو رمضان المبارک اوپورې تړلي ټول عبادات،صدقات اوحسنه اعمال قبول کړه.آمین یارب العلمین.

دغه فتوحات لومړی دالله جل جلاله نصرت، او بیا دافغان مجاهد ولس د بېدریغه قربانیو، هلو ځلو او همکاریو نتیجه ده. د الله تعالی څخه ټولو ته اجر غواړم.

ډير د شکر او ویاړ ځای دی، چې نن د اسلام د مبارک دین د سپېڅلو او بختورو ورځو په مناسبت له تاسو سره د زړه خواله کوم، دا داسې ورځې دي چې مسلمانان یو بل ته مبارکي ورکوي، یو بل ته د عافیت دعاګانې کوي، او دیو بل په وړاندې ددیني اخوت په فضاء کې داخلاص،ورور ولۍ، او خواخوږۍ د اظهار لورېینه کوي.

له فرصت نه په استفادې غواړم د افغانستان اسلامي امارت د روان جهاد او مبارزې د پرون او نن په اړه ځیني وضاحتونه درسره شریک کړم:

۱ ـــ دامریکا په مشرۍ داشغالګر ایتلاف لخوا په افغانستان یرغل د اسلامي امت په یوه برخه د ټولو انساني ارزښتو پر خلاف یو صریح او ظالمانه تجاوز و، چې په وړاندې یې شرعا په موږ مقدس جهاد فرض عین وګرځيد، الله تعالی فرمایي:﴿ وَقَاتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ… ﴾ [البقرة:۱۹۰].

ژباړه : او د الله په لاره کې له هغو سره وجنګیږئ چې له تاسو سره جنګ کوي .

همدې دیني لارښوونې ته په پام سره د امریکایي یرغل په اړه دهیواد تر یونیم زر زیاتو دیني علماء کرامو اسلامي امارت ته دجهاد فتوی ورکړه اودټولي نړۍ حقه علماء کرامو تایید کړه چې د همغې فتوی په اساس لکه څنګه چې د یرغل په ابتداء کې موږ جهادي فریضه په ځای کوله نن هم په همغه ډول جهاد فرض عین دی ځکه زموږ اسلامي هیواد افغانستان اشغال دی او یرغلګر یې په مځکه او هوا مسلط دي د تیر په پرتله یوازې دومره فرق راغلی چي بهرنيو اشغالګرو له درنو ځاني او مالي تلفاتو لیدو وروسته خپل تعداد لږ کړی او ځانونه یي خوندي او لویو مرکزونو ته ټول کړي او په عوض کې یي زموږ دټولني یو شمیر بې بندوباره، دبهرنیو استخباراتو روزل شوي اجرتي قاتلان، اوناپوهه ځوانان د افغان امنیتي ځواکونو په نوم دجنګ ډګر ته رامخ ته کړي چي تمویل، تجهیز اود فشار په وخت کې مستقیما ملاتړ یې بیا هم اشغالګر کوي، لهذا موږ اوس هم دپخوا په شان دهیواد دآزادۍ او داسلامي نظام دحاکمیت لپاره په مقدس جهاد مکلف یو.

داسمه ده چي اوس دهیواد ډیري پراخې سیمي مجاهدینو فتحه کړې دي خوزموږ دغه جهادي مبارزه به تر هغه وخته روانه وي تر څو مو هیواد د کفري اشغال له خبث څخه په بشپړ ډول پاک او اسلامي نظام پکي حاکم شي .

۲ ـــ د مسلح جهاد تر څنګ سیاسي فعالیت او له سوله ایزو لارو خپل مقدس هدف ته رسېدل یو مشروع امر او د نبوي سیاست اهمه برخه ده، زموږ مبارک پیشوا حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم لکه څنګه چې دبدر او خیبر په میدانونو کې له کفارو سره په جګړه بوخت و، ورسره په څنګ کې یې د مسلمانانو په نفعه د عهد تړلو، د کفارو له استازو سره د جرګو، دپیغامونواو سفیرانواستولو او حتی په بیلابیلو مواقعو کې له محاربو کفارو سره د مخامخ خبرواترو سیاست هم عملي کاوه،که موږ شرعي لارښوونې په دقت وګورو نو وینو چې له دښمن سره لیدنې کتنې او یا په ځینو مواقعوکې سوله ایز تعامل منع نه دی، بلکې منع دادی چې د اسلام له عالي موقف څخه تنزل وشي او شرعي اوامر تر پښو لاندې کړای شي، نو بناء موږ سیاسي فعالیتونه او دنړۍ له بېلا بېلو هیوادونو او خپلو افغانانو سره تماسونه اولیده کاته ددې لپاره کوو چې د هېواد اشغال پای ته ورسي، او یو خپلواک او اسلامي نظام مو په هېواد کې حاکم شي. او دا زموږ شرعي حق دی، چې له ټولو مشروعو لارو استفاده وکړو، ځکه موږ د یوې مسؤلې او منظمې ادارې په حیث تر شا لوی ولس لرو، په بشري ټولنه کې ژوند کوو، یو بل ته احتیاجات لرو، باید ټول مجاهدين او ولس مطمئن وي چي په دې سلسله کې به له خپل شرعي موقف نه په هر میدان کې کلکه دفاع کوم اودسیاسي فعالیتونو لپاره موسیاسي دفتر جوړ کړی، چې د هر ډول سیاسي چارو پر مخ بیولو مسئولیت ور په غاړه دی.

۳ ــ دا چې موږ په افغانستان کې د جهادي صف په یووالي ټینګار کوو له دې امله چې یو خوالهي امر دی بل دا چې د ډلو د تعدد له امله مو دشوروي د تجاوز په وړاندې د تېر ګټلي جهاد نتیجه له لاسه ووتله.

الله تعالى دجهادي صف د یووالي په اړه داسې فرمايي :

( إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِهِ صَفّاً كَأَنَّهُم بُنيَانٌ مَّرْصُوصٌ (4) الصف.

ژباړه: بېشکه الله هغه خلک خوښوي چې دده په لار کې د یو محکم او سیده دیوال په څېر منظم او متحد جنګيږي.

اوبل ځای په صريح نص سره قرآن كریم مسلمانان له تنازع ، تفرق او خپل منځي اختلاف څخه منع كوي او هغوی ته داسې وايي: ( وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ ۖ وَاصْبِرُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ (46) الانفال .

ژباړه: او د الله جل جلاله او دهغه د رسول صلی الله علیه وسلم امر ومنئ، او په خپلو منځو کې شخړه مه کوئ، که نه نو په تاسو کې به کمزوري پيدا شي، توان او قوت به مو ختم شي، له زغم څخه کار واخلئ، بیشکه چې الله له صابرانو سره دی.

او د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارك ارشاد دی چې فرمايي {لاَ يُلْدَغُ الْمُؤْمِنُ مِنْ جُحْرٍ وَاحِدٍ مَرَّتَيْنِ} رواه البخاري.

ژباړه: مؤمن له یوه غار څخه دوه ځله نه چيچل کيږي.

لهذا زموږ په هیواد کي دجهادي صف متحد ساتل یوه شرعي فریضه ده، نوځکه مو خپلو ټولو مجاهدینو ته امرکړی چي خپل وحدت ټینګ وساتي او څوک چي اختلاف پیداکوي، دا جهادي صف تخریبوي، او د مجاهدینو د شیندلو هڅه کوي، دهغو مخه په کلکه ونیسي .

۴ ــ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : ( الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ لَا يَظْلِمُهُ وَلَا يَخْذُلُهُ وَلَا يَحْقِرُهُ التَّقْوَى هَاهُنَا” وَيُشِيرُ إِلَى صَدْرِهِ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ، “بِحَسْبِ امْرِئٍ مِن الشَّرِّ أَنْ يَحْقِرَ أَخَاهُ الْمُسْلِمَ كُلُّ الْمُسْلِمِ عَلَى الْمُسْلِمِ حَرَامٌ دَمُهُ وَمَالُهُ وَعِرْضُهُ ) رواه مسلم و احمد .

ژباړه: مسلمان دمسلمان ورور دی نه به ظلم ورباندي کوي نه به يې له مرستي ځان شاته کوي اونه به هغه ته په سپکه ګوري. تقوى دلته ده- او نبي علیه السلام دری ځلې خپلې مبارکې سینې ته ګوته ونېوله – دمسلمان لپاره همدا ګناه بس ده چي خپل مسلمان ورور ته په سپکه وګوري د هرمسلمان وینه ، شتمني او عزت په بل مسلمان حرام دي.

لوړ نبوي ارشاد ته په پام سره موږ د اسلامي ټولنې د غړو په حیث هر مسلمان ته د خپل ورور په سترګه ګورو او د اقلیتونو په شمول دټولو افغانانو مشروع حقوق د یوه دیني مسؤلیت په توګه په رسمیت پيژنو،اسلامي امارت چې دهیواد دټولوسیمواوټولو قومونو له مینځه په خپلو تشکیلاتو کې صالح او پوه شخصیتونه لري ، دتیرو ۳۶ کالو له تجربو او بیا دوروستیو شلو کلونو له مسئولیتونو نه یې ډیر څه حاصل کړي لهذا؛ داتشویش دي څوک نه کوي چي که اسلامي امارت واکمن شي نوڅه به کیږي زه تاسو ټولو ته اطمنان درکوم چي راروان تحول به داسي نه وي لکه دکمونستي رژیم له ړنګیدو سره چي هر څه په بل مخ واوښتل. اوس دهغه وخت په شان دجهادي صف په منځ کې اختلافات نشته داځل به دهیواد په هره برخه کې شوی مشروع پر مختګ ساتل کیږي ملي شتمنۍ اود خصو صي سکتور پرمختګ او لاس ته را وړنې به ساتل کیږي دهیواد د اقوامو او شخصیتونو حیثیت ته به درناوی کیږي دافغانانو دیني او دنیوي اړتیاوو ته به یوه جواب ګویه، شفافه، او مسلکي افغان شموله اداره را منځ ته کیږي، مونږ هڅې کوو چې له ټولو ګاونډیو، د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره داسلامي اصولو او ملي ګټو په رڼا کې متقابلي اړيکې ولرو او افغانستان دپردیو له شر او داخلي اختلافاتو څخه وساتو .

۵ ــ ځیني کړۍ په مجاهدینو تور لګوي چی تاسو دپاکستان اوایران خلک یاست، دا کسان ډیر ظالمانه قضاوت کوي،ځکه زموږ تیر تاریخ اوروان جریان ددوی د ادعا تصدیق نه کوي، اوراتلونکی تاریخ به هم ددوی دتهمت خلاف شاهدي ورکړي. ان شاءالله.

هو دا یو حقیقت دی چي موږ له پاکستان، ایران بلکې ټولو ګاونډیو سره ښې اړیکي غوښتي دي، دپاکستاني اوایراني ولس په څیر مو د نورو ګاونډیو، سیمې او نړۍ دولسونو خیر غوښتی دی اوغواړو یې، او دا د ټولو په خیر زمونږ فیصله شوې پالیسي ده.

په دې برخه کې مي دعقل له خاوندانو غوښتنه داده چي ددښمن داستخباراتو په دي نا معقوله پروپاګنده دي ځانونه نه غولوي، خپل لوی لوی افتخارات دي نورو ته نه منسوبوي، که د پرديو په مرسته د ا دومره لویه مقابله ترسره شوې وای، چي له بدخشانه تر کندهاره، له فاریابه تر پکتیا او له هراته تر ننګرهاره یې ټول هيواد په بر کې نیولی، اوکه خارجي مرسته موثره وای نو دکابل دادارې درد به يې دوا کړی وو چې تر شاوخوا یې پنځوس هیوادونه ولاړ دي، له وسلو نیولي تر سړو پوري هر څه له خارجه ورته را ځي او حتی مشران یې لا هغوی ورته را لوی کړي او روزلي دي، خو دې هر څه یې پښې ټینګي نکړې او ورځ په ورځ سیمي له لاسه ور کوي، نو له موږ سره که دالله تعالی نصرت،د مؤمن ولس ملاتړاوجهادي معنویات نه وای، ایا داممکنه وه چي داڅوارلس کاله نامتوازنه جګړه به مو دنړۍ له سترو نظامي قوتونو سره دیوه یا دوو هیوادونو په جزئي او پټه مرسته پرمخ بیو لي وای؟ باور وکړئ چي دا خبره سالم عقل نه مني .

بناء مسلمانان وروڼه هغه که له موږ لیري دي یا نږدې باید ددښمن د تبلیغاتو ښکار نشي، دښمن ډیر مکار او چالاک دی چې د مسلمانانو او اسلامي حرکتونو په خلاف خپل تبلیغات په ډیر مهارت سره عامو خلکو ته رسوي، خو مسلمانان باید ځیرک او په ایماني فراست سمبال واوسي .

۶ ــ ځينې خلک په ناسم ډول او بې له کوم موجه دليل څخه اسلامي امارت د نویو پرمختګونو، عصري علومو او وسائلو، مخالف بولي، په داسې حال کي چي

د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال دعصري ښونځیو اودلوړو زده کړو دمؤسسو تعداد او مصارف له دیني مدارسو نه زیات وو، دهیواد تقریبا شل فیصده بودیجه په تعلیم اوتربیه لګیده اوزموږ دیني علماء ځکه دعصري تعلیم سپارښتنه اوملاتړ کوي چي اسلام ضروري بللي دي، الله تعالی فرمایي :

( وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ… ) الانفال ۶۰

ژباړه: او تر خپلې وسې دځواکمنېدو، نښې ویشتو، او آسونو روزلو تیاری ورته ونیسئ، تر څو په دې سره دالله پر دښمنانو او پرخپلو دښمنانوهېبت راولئ.

دپورته مبارک ارشاد له مخي چي الله تعالی فرمایي ددښمن په مقابل کې تیاری ونیسئ نو په اوس وخت کې چې جهاد یوه مهمه فریضه ده هغه اسباب چي دښمن ښه پري ځپل کیږي هغه له عصري تعلیم او نویو تجاربو پرته نه حاصلیدای شي اونه هم استعمالیدای شي همدارنګه دمجاهدو زخمیانو او نورو مسلمانانو تداوي اود عام ژوند په مختلفو فني،تخنیکي،صنعتي،زراعتي او نورو بخشونو کې ددښمن له احتیاجه خلاصون، په معاصر دور کې دمسلمانانو لپاره سم خدمت او د اسلامي ټولنې خودکفایي له عصري علومو پرته نشي کیدای اوزموږ دفقهې منل شوي قاعده ده چي : (ما لا يتم الواجب إلا به فهو واجب ــ هغه چې له هغه پرته واجب نه پوره کيږي، هغه هم واجب دي ) لهذا اسلامي امارت دمقدس شریعت په رڼا کې دعصري علومو او وسایلو په اهمیت قائل دی او ټینګار پرې کوي، له همدې کبله دې مجاهدین د ګران هېواد د نوي نسل ددیني او عصري زده کړو لپاره په خپلو سیمو کې وړ شرایط برابر کړي.

۷ ــ مجاهدینو ته یوار بیا ور په زړه کوم چي که دوې خبرې عملي کړئ، نو آخري فتح به ستاسو وي ، یو دا چي په خپلو ټولو کړو وړو کې دالله تعالی رضا په نظر کې ولرئ، له دین، وطن ، امارت او خپلو مشرانو سره اخلاص او وفا ته دوام ور کړئ، همدا ددین لار ښو وني دي الله تعالی فرمایي: ( يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُواْ اللَّهَ یَنصُرْکمْ وَ یُثَبِّتْ أَقْدَامَکمْ.) محمد ۷

ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان یې راوړی، که د الله (له دین) سره مرسته وکړئ، نو (الله) به ستاسو سره مرسته وکړي او قدمونه به مو ټینګ کړي.

بل داچي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې ( لَيْسَ مِنَّا مَنْ لَمْ يَرْحَمْ صَغِيرَنَا وَلم يُوَقِّرْ كَبِيرَنَا )… ترمذي.

ژباړه: هغه څوک له مونږ څخه نه دي چې په کشرانو مو رحم نه کوي، او د مشرانو مو عزت نه کوي،( یعنی هغوی له امت محمدي صلی الله علیه وسلم څخه نه دي او نبي کریم صلی الله علیه وسلم برأت ترې اعلانوي.)

نو له خپل ولس سره نرمي، مینه او ښه اخلاق وکړئ، مشرانو ته یې دمور او پلار او کشرانو ته یې دوروڼو او اولادونو په نظر وګورئ، د عامو خلکو د سر او مال ساتنه او ژغورنه ستاسو اسلامي او انساني وظیفه ده، په ځانګړي ډول په خپلو نظامي پلانونو کې د ملکي تلفاتو مخنیوي ته ځانګړې پاملرنه وکړئ، که تاسو تاریخ مطالعه کړئ، نودر ته جوته به شي چي ټول عمر په دې خاوره کې هغه چا ښه ورځ نده لیدلې، چا چي دالله له دین سره خیانت کړی او دې مجاهد او مؤمن اولس ته یې په سپک نظر کتلي اواسلامي اخلاق یې تر پښو لاندي کړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: ( أکمل المؤمنين إيماناً أحسنهم خلقاً ) رواه ابوداود

ژباړه: په مسلمانانو کې دکامل ايمان خاوند هغه شخص دى چې اخلاق یې له ټولو څخه ښه وي.

نودملت زړونه په حسنه اخلاقو خپل کړئ .

۸ ــ مجاهدینو وروڼو! اوس چي الله تعالی دفتوحاتو دروازه در باندي را خلاصه کړې نو کوښښ وکړئ چي دمخالف صف کسان له با طلي لاري څخه را دعوت کړئ او دخوندي او با عزته ژوند شرایط ورته برابر کړئ، تر وژلو یې په اصلاح کولو خوشحاله شئ، ځکه چي کورنۍ او یتیمان یې زمونږ ټولنه ځوروي، اوبیاهم ستاسوله غاړي کیږي، الله تعالی هغه کسان ستایلي دي څوک چي قهراوغوسه زغمي اوعفوه کوي : ( وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ ۗ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ)‌ آل عمران (134)

ژباړه: او (له الله څخه ويریدونکي خلک) دغوسې زغمونکي او خلکو ته عفوه کونکي دي، الله جل جلاله داسې نیکان خلک ډير خوښوي.

۹ ــ دټولي نړۍ اوپه خاص ډول د افغانستان له مسلمانو خلکو غوښتنه کوم چي دفتوحاتو په دې پیل شوي بهیرکې مو لکه تیر۱۴ کلونه چي په سراومال دخپلو مجاهدینو وروڼو مرسته وکړه، اوس یې ترپخوا لا زیات ملاتړاو مرسته  وکړئ، دې ته مو باید پام وي چې جهاد زموږ او ستاسو په هر یوه تن فرض عین دی،که کوم څوک په خپله جهادي سنګر ته نه شي تللی دا خو کولای شي چې د یوه مجاهد په تجهیز او دجهادي صف سره په مالي، سیاسي او فرهنګي مرستو خپله جهادي وجیبه اداء کړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي :

( مَنْ جَهَّزَ غَازِياً فِي سَبِيلِ الله فَقَدْ غَزَا، وَمَنْ خَلَفَ غَازِياً فِي سَبِيلِ الله بِخَيْرٍ فَقَدْ غَزَا )  متفق علیه

ژباړه: چا چې دالله تعالی دلارې مجاهد ته وسائل تیار کړل نو ده غزا وکړه او چا چې د الله تعالی د لارې دمجاهد د کور ښه پالنه وکړه نو بې شکه ده جهاد وکړ.

۱۰ ــ په پای کې د اسلامي نړۍ له ټولو مشرانو او عامو مسلمانانو نه هیله کوم چي په خپلو کې دي د ورورئ اواتفاق ژوند سره وکړي په داخلي اختلافاتو دي خپل صفوف نه کمزوري کوي دزغم ،حوصلې،تدبر او اسلامي شریعت ته دپابندئ سیاست دي خپل کړي اوله ټولو شتمنو اهل خیرو وروڼو نه هیله کوم چي د اختر په خوښیوکې دشهیدانو،اسیرانو،معیوبینو، مسکینانو اودسنګر دغازیانوله یتیمانواوکورنیو سره هراړخیزي مرستې وکړئ،داختر په خوښیوکې يې درسره شریک کړئ، حوصله افزایي یې وکړئ، په دې سره د دنیا اواخرت کامیابي او خوشحالي حاصله کړئ همیشه دځان غوندې د نورو هم خیر غوښتونکي اوسئ ځکه همدا خیراندیشي دفلاح او کامیابۍ لاره ده: ( وَافْعَلُوا الْخَيْرَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ) الحج – ۷۷ ژباړه:او نيك كارونه (لكه صله رحمي او ښه اخلاق) کوئ، تر څو بری درپه برخه شي.

اخترمو یوځل بیا مبارک شه او عبادتونه مو الله تعالی قبول کړه .

والسلام   داسلام خادم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد

۲۷ رمضان المبارک ۱۴۳۶ ه ق

۲۲/۴/۱۳۹۴ ه ش

2015/7/14

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button