له بي بي سي تر سي این این؛ د پروپاګند طوفان

میوند سادات
د طالبانو وروستیو بریاوو طالب ضد بنسټونه او سټې سخت وارخطاء کړي، دوی د شپې او ورځې هڅې کوي چې د طالب پر ضد یو څه وړاندې کړي، نړیوال او افغان ولس د طالب دښمنۍ ته وهڅوي او په پایله کې یې په ګران هیواد کې د جګړې اور ګرم وساتي!!
ځینو رسنیو خو په ښکاره د ژورنالیزم پر اصولو پښې ایښې او په پرله پسې توګه د بیان ازادي او د رسنیو هغه بې طرفي چې شل کاله یې ډول ورته واهه، مسخره کوي.
بي بي سي پښتو یو ویډیویې رپورټ خپور کړی، په یاد شوي رپورټ کې طالبان د ملي تاسیساتو ورانوونکي معرفي شوي، خبریاله هڅه کوي ځان بې طرفه وښیې او وایې چې خواله رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښیې چې طالبان دولتي ودانۍ الوزوي او ورسره د فراه د اناردرې ولسوالۍ ویډیو ښکاره کوي، داسمه ده طالبان هم د اشتباهاتو څخه خلاص نه دي،د افرادو له لوري ځینې تخریبې کړنې ممکن دي، خو د پام وړ داده چې همدا د طالبانو پالیسي نه ده،نو تاسي یې ولې دطالبانو د پالیسۍ په ډول وړاندې کوئ، دانار درې د پیښې په باره کې هم طالب ویاند وضاحت ورکړ چې پلټنه روانه ده او عاملین به محاکمې ته راکشوي.
بل اړخ ته که خواله رسنیو کې د انار درې خواشینونکې ویډیو خپره شوې، خو ورسره په لسګونو داسي ویډیوګانې هم لاس پر لاس کیږي چې ښیې طالبان په دولتي ودانیو کې ګرځي راګرځي، له عامو خلکو او دولتي مامورینو سر خبرې کوي او هر څه سالم او محفوظ دي او طالبان یې د ساتنې ژمنې هم تکراروي، خو متاسفانه دلته بیا خواله رسنیو کې نشرېدونکې مواد د د بي بي سي او نورو توجه نه جلبوي او نادیده یې نیسي!!
زیاتره هغه رسنۍ هم چې د بې پرېتوب دعوې کوي د کابل حکومت پر ښکاره جنایتونو، عام وژنو او د دولتي ودانیو او عام المنفعه بنسټونو پر بمبار او تخریب سترګې پټوي او ډیره ځورونکې لا داده چې د کابل حکومت جنایتونه هم د رژیم په استناد پر طالبانو تاوانوي، د بېلګې په توګه د فاریاب اندخوي او د پکتیا سید کرم ولسوالۍ یادولای شو، حکومت د اندخوي پر بازار بمبار وکړ دغریب ولس لسګونه دوکانونه او کار ځایونه یې ویران کړل، همداراز د سید کرم ولسوالۍ کې یې دخلکو ګڼ دوکانونه وران او وسوځول او بیا یې د همدې ویجاړیو تور په طالبانو پورې کړ، په ډیر تأسف سره رسنیو د طالبانو له خبرتیا پرته د حکومت همدا تورونه نه یوازي تائید کړل، بلکې داسي هوا یې ورکړه لکه د دوی مطبوعاتي ټیمونه چې سیمې تللي وي او هر څه یې په خپلو سترګو لیدلي او غوږونو اوریدلي وي.
امریکایي ټلویزیون (سي ان ان) بیا دکابل د استخباراتي ارګان له لوري یوه جعلي نشر شوې ویډیو خپره کړې، په ویډیو کې ښکاري چې طالب جنګیالي دحکومت کمانډو عسکر دتسلیمۍ په حالت کې هم وژني،طالبانو همدا ډول پیښه رد کړې او زیاته کړې یې ده چې همدې ویډیو کې دوې صحنې یو ځای شوې، کوم کمانډو عسکر چې په ویډیو کې ژوندي ښکاري همدا طالبانو ته تسلیم شوي او هیڅ ډول زیان ورته نه دی رسیدلی او هغه وژل شوي کمانډو عسکر چې ښکاري هغوی په فاریاب کې په مخامخ نښته کې وژل شوي، په وژل شوو کې د دفاع وزارت د پخواني ویاند جنرال ظاهر عظیمي زوی هم و چې هماغه مهال یې په اړه ګڼو رسینو کې رپوټونه هم خپاره شول.
کابل حکومت په پرله پسې توګه د طالبانو پر ضد نوي نوي تورونه وړاندې کوي، جعلي اعلامیې خپروي، فوټوشاپ انځورونه او ویډیوګانې نشروي، د بي بي سي په شمول زیاتره رسنۍ بېله دې چې طالبانو غبرګون واخلي همدا جعل خپروي او بیا ورسره لیکي چې طالبانو تر اوسه په دې اړه خپل نظر نه دی شریک کړی!!
د طالبانو پر ضد د کابل حکومت تورونه دومره ډير شوي چې طالب ویندویان یې په غبرګون پسې نه رسیږي، کابل حکومت ساعت په ساعت د طالبانو پر ضد په مختلفو بڼو پروپاګند کوي او رسنۍ یې ورسره بدرګه کوي.نو کومې رسنۍ چې د بې طرفۍ دعوه کوي، خپل مسلک او مسؤلیت ته دې ژمنتیا وښیې،خپل بې پرېتوب دې د حکومت تر دسیسونه قربانوي.
که بي بي سي، سي ان ان او نورې رسنۍ د حقایقو په خپراوي کې هر څومره تحریف او خیانت وکړي،خلک له نورو لارو هم له حقایقو خبریږي، خو همدا رسنۍ بې له دې چې خپل حیثیت ته زیان ورسوي بله ګټه نشي ترلاسه کولای.
د رسنیو د کور د یو غړي په توګه مې ټولو رسنیو او فعالانو ته دا مشوره ده چې له خپل رسالت سره دې خیانت نه کوي، دخپل ځان او رسنۍ حیثیت او مقبولیت دې د امریکا او کابل حکومت د ظلم، فساد او درواغو په دفاع او پایښت کې له لاسه نه ورکوي، که حقایق نشي خپرولای نو اقلا دطالب پر ضد له پروپاګنده خو دې لاس واخلي او ځان دې د کابل حکومت لوډسپېکر نه جوړوي!!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button