شپږ څلوېښتمه في البدیهه مشاعره!

ترتیب او را ټولونه: محمدحسن (جهادي عمري)

پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!

نیټه: ۱۷/ربیع الثاني/۱۴۴۵

د (اسلامي ادب ګلبڼ) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
وړم مستقبل ته د ماضی روایات
زه د خپل حـال د ولولو سره ځم
ارواښاد حمزه بابا
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

چې ستا له اوښکو له رنجو سره ځم
یمه تصویر له آیینو سره ځم
پیر محمد کاروان

د موسېدلي ګل ډالۍ نۀ لرم
تا ته د زړۀ لۀ پرهرو سره ځم
رحیم سکندر

چې ننګ ناموس پېژني، پت پېژني
زه به له هغو پرګنو سره ځم
نور الحبیب نثار

د هدف ناوې پکې ګورم ورځم
په غرونو خېژم له ازغو سره ځم
حسیني مختار

زه د تیارو له اقتداره ستړی
زه د ډېوو له قافلو سره ځم
مهاجر فراهي

زه دروند خمار د چا د تږو سترګو
زه د وصال ډکو جامو سره ځم
علامه محمدي

شپې راته خپل ذات کې حیرانې پرتې
یار ته کتاب سره، ډیوو سره ځم
هدایت ازمون

تا ته پردي دي، زه يې خپل ګڼمه
په احتجاج له دې پردو سره ځم
طالب جان مروت

د خپل مالت هغه ويجاړ بورجل ته
د ابادۍ له ارادو سره ځم
حمدالله فطرت

د لويو پېښو پهلوان يمه زه
چرته چې ځم، له حماسو سره ځم
نور الحبیب نثار

زه د غافل امت ماشوم بچى يم
د رب حضور ته پرهرو سره ځم
اکرام الدین مفتون

بې له بلنې دې هم خپل ګنمه
ستا له نظر او اشارو سره ځم
ګل رحمن رحماني

د تروږمۍ مزل کوم درسره!
خو په دې شرط چې له ډیوو سره ځم!
اسرار عواد

آن له فلک سره یې تله  کې ږدم،
ستا د مسکا له تلوسو سره ځم.
راشد جالب

ما دې له سپین جبین رڼا اخیستې
تياره ژوندون ته پلوشو سره ځم
بشارت روحاني

هسې باڼه دي کنې ومنه نو
د خوږ زړګي له پرهرو سره ځم
حامد ناصر

څه بې نوا درڅه را وګرځېدم
څومره په شوق مې له سلګو سره ځم
احمدالله نثار

يو ځلې بيا دغې شيبې ته راشه!
چې ته سلګو، زه له سلګو سره ځم
نور قانع

د هجر شپه مې دومره وڅنډله
سر مې په لاس ده له خوبو سره ځم
منصور څاروان

په موسکو سترګو دې خواږه راکتل
له تېرو هېرو زمانو سره ځم
پیر محمد کاروان

دا فاصلې دي له ما نه هېروي
ځمه خو ستا له اندېښنو سره ځم
معاويه زيارمل

که یې منې د ورک ژوندون تعبیره!
د غزې خیال ته له سلګو سره ځم.
راشد جالب

غواړم چي نور مي ارمانونه ښخ کړم
زه به تر څو د جنازو سره ځم
حیات همت

ستا د دیدن خواږه مې نه شو نصیب
بیرته له ستړو قدمو سره ځم
سیف صدیق

د هجر اوښکه یم زه کښته نه ځم
زه به تر عرشه له آهو سره ځم.
عبدالغني وفا

پرهره ستانه هم مننه کوم
چي تر طبیبه له پلمو سره ځم
صبغت الله مدبر

د لېونۍ مینې یادګار وروړمه
د خدای حضور ته له زخمو سره ځم
لاروی خروټی

روغو په نېمه لار کې پريښودمه
دا ځل په لار له ليونو سره ځم
طاهر اترنګ

ماته ګلونو هم زخمونه راکړل
نور مې توبه ده له ازغو سره ځم
عرفان الله ایوبي

ما ته مې خپله بې وسي یاده ده
غېږې ته ستا هم اسوېلو سره ځم
سایل پاشا

دا مې علت دی د ناکامې مینې
دا چې له تورو تورو شپو سره ځم
احمد غازي

وجود مې مات له زړه مې وینې څاڅې
ژوند د هجرت دی له سلګو سره ځم
ثاقب خپلواک

چې واجب نه دی هغه پور پرې کوم
کور در پرېږدم او له خېمو سره ځم
محمد نور قانع

چې د فراق درد به دې نه منلو
اوس یې زغمه زه له پردو سره ځم
طالب العلم زابلي

اوس مې هم زړۀ مهاجرت کې پاتې
هسې ظاهره کې لۀ پښو سره
رحیم سکندر

ما د هغوی له لاسه درد خوړلی
زه به بیا څنګه له هغو سره ځم؟
وکیل احمد متوکل

بې لُطفه ښارکې به له تندي مړشم
د ژوند دوزخ ته له اوبو سره ځم
عتیق الله یون

تږی میخوار یم له مودو د مینې
د مُسکو شونډو د پیالو سره ځم
نوراني تڼیوال

ته يې د ډېرو ښکلاګانو ټولګه
زه دې د سرو سرو اننګو سره ځم
عرفان الله ایوبي

درځم وطن ته یم کاروان د هجرت
د بلبلانو له نغمو سره ځم
پیر محمد کاروان

دا د ادې د لاس خوږه نښه ده
چې کډه وړمه له زانګو سره ځم
منصور څاروان

دا خو مٶمن يمه، آدم يمه چې
له شيرينۍ سره، درخو سره ځم
نور الحبیب نثار

پای.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button