اووه څلوېښتمه في البدیهه مشاعره!

ترتیب او را ټولونه: محمدحسن (جهادي عمري)
پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!
نیټه: ۲۴/ربیع الثاني/۱۴۴۵
د (اسلامي ادب ګلبڼ) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
لــکــه اواز بـــه تــر مــحــشـره پورې
د عشق لـه فیضه په فـضا کې ګرځم
استاد پسرلی (رح)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دا چې رڼا یم په رڼا کې ګرځم
د کوم یو ښکلي په دعا کې ګرځم
شرر ساپی
توري مې ځکه له زړه پورې وځي
د بلبلانو په نوا کې ګرځم
راشد کامران
مېنه مې مینه کې بنا کړه او اوس
لکه وږمه د ګل کلا کې ګرځم
حسیني مختار
د جهالت تیاره مې نشي خوړی
د پوهې لمر لرم، رڼا کې ګرځم
جهادي عمري
کرم د سترګو دې پر سر لرمه
شکر په سيوري د هما کې ګرځم
بشارت روحاني
اوس به وختي لا په لحد کې ومه
د چا له سترګو په دنیا کې ګرځم
عباسي جانان
د چا په سترګو مې نظر راچاپیر
له هوش راوتی یم؛ فنا کې ګرځم
اسرار عواد
د جنتي غـ.زې دوزخ حالته!
افغانستان کې یم خو تا کې ګرځم
حامد ناصر
زه سراسر د ارمانونو کاروان
په تمنا او تمنا کې ګرځم
محمد نور قانع
د انسانیت شهرت پاللی نۀشم
اوس پۀ څرمنه د بلا کې ګرځم
رحیم سکندر
خدايه! چې دا کومې ګناه کې ګرځم
چې له ازله ما او ما کې ګرځم
زاهد زېری
په حال احوال ټکنى شوى يمه
د زړه خلوت کې هم خفا کې ګرځم
نورالحبيب نثار
د لاهوتي سفر یکتا مسافر
د خپل وجود په انتها کې ګرځم
علامه محمدي
نن مې لیدلی هغه ښکلی انسان
له ځانه ورک یم، په هوا کې ګرځم
ګل رحمن رحماني
وايي چې مينه ناروا عمل دی
او زه په دغه ناروا کې ګرځم
قاري امين امين
د سترګو پیر ته یې په وجد – وجد
د یار د زړه په خانقا کې ګرځم
ثناءالله معصوم
خواږه یادونه یې محفوظ ساتمه
خیر که د ژوند په انتها کې ګرځم
حفیظ الله هاتف
پر تا بایللی زړه به نه کړم پیدا ؟
ستا د هجران په کربلا کې ګرځم
عزیزالرحمن ایاس
له زړه دې وشړلم ښه دې وکړل
زه دې د ننه په اروا کې ګرځم
وارث انځور
زۀ هېڅ احساس د کمترۍ نه کوم
تاسره نه يم خو په تا کې ګرځم
طاهر اترنګ
د زلمیتوب عجوم کې ستړی یمه
د ماشومتوب په تقاضا کې ګرځم
کریم سلطاني
لا مې د خوښې دنیا جوړه نه ده
لا یې په لټه په دنیا کې ګرځم
محمدالله تبسم
نوره دنيا راپسې څه لټوې
زه مې د خپل زړه په درزا کې ګرځم
دوکتور نورالحبيب نثار
صحرا چې تنګ شمه د ژوند په ښار کې
له تا نه ځار شمه په تا کې ګرځم
ماهر ځاځی
له خپل وجوده راوتلی یمه
د ګل وږمه یمه هوا کې ګرځم
شرر ساپی
د دنياګۍ دوزخ مې نۀ سوځوي
د مور په جنت الدعا کې ګرځم
شفاعت ریحان
له شیطانانو نه دفاع لپاره
تکبیر خنجر لرم، آريا کې ګرځم
مفتي عزیز الله مظهري
نوی سبق مي ستا د عشق اخیستی
نوی مرید یم خانقا کې ګرځم
حنیف مظهري
له خپلو لرې بیخي لرې – لرې
یوسفي لعل یمه په څا کې ګرځم
ریحان اخندزاده
د شـ.هادت له کلي پاتې مهجور
د حسرتونو په جفا کې ګرځم
منتظر نجرابی
لکه د سوي زړه یو سوی ارمان
مدام د زړونو په د رزا کې ګرځم
سیحان کندهاری
جانانه! سل ځله بایللی مې یې
زه لا د عشق په مدعا کې ګرځم!
عبدالغني وفا
فرعون مشرب که درنه ډډه کوي
ضرب کليم دې شاوخوا کې ګرځم
نورالحبيب نثار
زما په را تلو باندې خبر یې کنه?
زه غلی غلی ستا په خوا کې ګرځم!
محمدآغا حیدري
تا ته خط لیکمه چې څۀ ولیکم
په دې لټون د خيال بديا کې ګرځم
احمدالله نثار
د تنهایۍ په رنځ رنځور یم اشنا
د سبا ستوری یم سبا کې ګرځم
دردمن خوستوال
زۀ د بلال د حسن تور ټکی يم
د جنتي حورو ښکلا کې ګرځم.
احسان ژمن
کله به هم يوازې نه شم اشنا !
ستا له یادونو سره خوا کې ګرځم
عصمت الله متقي
زړګی مې ستا سره دفن خاورو کې.
زه لیونی پسي صحرا کې ګرځم
وفیق اشنا
زلمـیه زه سپیڅلې رفعه مـینه
ستا د زړګي پـه مبتدا کې ګرځم
واقد احرار
ولې په فکر د جفا کې ګرځې?
ولې په فکر د وفا کې ګرځم?
حسن بلال
لکه ماشوم د پېغلو پښو لاندې شؤم
راټولؤم خؤنی پۀ ؤرا کې ګرځم
رحیم سکندر
ماښام کې خپل په لاس ډېوې وېشمه
سهار په لټه د رڼا کې ګرځم
نور قانع
له بېکسیه په چا ځان نه وینم
د آه په شاني په هوا کې ګرځم
احمد فاني
چې ستا له ښکلو سترګو ولوېدمه
لکه ملنګ خړې صحرا کې ګرځم
همزولی
رنځور ارمان به تاته وسپارمه!
زه هسې هم په ژوبله سا کې ګرځم
مستغفر ګربز
بس نو دانه یم د تسبو اوړمه،
ستا په رضا پسې نڅا کې ګرځم.
راشد جالب
ستا پر اوږه باندې مې سر اېښی دى
د جنتونو په هوا کې ګرځم
معاويه زيارمل
د تهمتونو له دياره راځم
لاهور کې نه دښت ليلا کې ګرځم
عبدالرحیم غياث
د مينې ټولې سيپارې لولمه
د عشق جومات او خانقا کې ګرځم
ضيأ ضمير
لکه پرانیستې د دیدن دروازه
تل د محبوب په تمنا کې ګرځم!
خالد احسان
رقصِ بسمل غوندې یې کړمه هجر
وجد آخیستی په سما کې ګرځم
حافظ سجاد
د زړه پر قدس مې دي یهود بریدونه
یتیم امت یم په ژړا کې ګرځم
قران مل
زه یو سړي په یو نظر زخمي کړم
چې لا تر اوسه په کوما کې ګرځم
سایل پاشا
که مې نصیب شو شفاعت د جانان
بیا به سر لوړی په عقبا کې ګرځم
امین زرګر
دښمنه هيڅ راته ويلی نۀ شې
زۀ د ادکې مور دعا کې ګرځم
مفتون تڼيوال
یو وخت به شمه د دې خاوري مالک
دا چې په پټه نن په غلا کې ګرزم
م امان الله مستغفر
وېره زمونږه په قانون کې نه وه
ځکه د تورو په برېښنا کې ګرځم!
حفیظ الله هاتف
له بې حسابه سرښندنو نه بعد
په خوشحالۍ هیواده تا کې ګرځم
ق یوسف احمدي
د مېنې لمونځ مې آدأ کړی دی ښۀ
نن د ولس لـپه، دعـا کې ګرځم
فاروقي خپلواک
د هشتګرد نه یم ما تیارې وژلې
فاتـح د عصر اریانا کـې ګرځم
طالب العلم زابلي
د پیښور کیسې اوس پاته شولې
اوس په ښایسته ښکلې بکوا کې ګرځم
عاکف مهاجر
ستا له دوه رنګې دوستۍ کرکه لرم
له تانه لرې بلې خوا کې ګرځم.
اجمل غزنوي
بیا د چا سترګو یم ویشتلی پر زړۀ
د عشق فضا ده په هوا کې ګرځم!
صفي الله رائد
زه خو د مینې لاروی یم ګوره!
سره له درده په نڅا کې ګرځم
عرفان الله ایوبي
پریږدي مې کله د تیارو ستم ته
ستا د سپوږمۍ مخ په رڼا کې ګرځم
بشارت روحاني
زغرې نو څۀ کوم چې اغوندم یې؟
پټ د ادکې په دعا کې ګرځم
عباسي جانان
پای.