نړیوال جام؛ د هندوستان او نیوزلینډ ترمنځ لومړۍ نیمه پایلوبه پیل شوه
عزم (چهارشنبه، د لړم ۲۴مه، ۱۴۰۲): د نړیوال جام ګروپ سیالیو تر پای ته رسېدو وروسته نن د نیمه پایلوبو لړۍ پیل شوه، چې په لومړۍ سیالۍ کې نیوزلینډ له کوربه هندوستان سره مخ دی.
دغه سیالي چې د کابل پر وخت نن ماسپښین یوه بجه وانکیډې سټیډیم کې پیل شوه، پچه یې هندوستاني لوبډلمشر روهیت شرما وګټله او لومړۍ توپوهنه یې غوره کړه، چې تر دې دمه په ۸ اورونو کې د هند ټولې ۷۰ منډې دي.
په هندوستانۍ لوبډله کې نن روهیت شرما، شوبمن ګیل، ویرات کوهلي، سریش ایر، کې اېل راهول، سوریا کمار یادو، رویندرا جدیجا، محمد شامي، جسپریت بومرا، محمد سراج او کلدیپ یادو لوبیږي.
نیوزلینډ ته بیا ډیون کانوې، ریچن رویندرا، کېن ویلمسن، ډیري میچل، ټام لتهم، ګلین پیلیپس، مارک چپمن، میچل سانټر، ټم ساوتي، لوکي فیرګوسن او ټرینټ بولټ لوبیږي.
له دې وړاندې د ۲۰۱۹ نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې نیوزلینډ هندوستان ته ماتې ورکړې وه؛ خو په روان نړیوال نیوزلینډ وروستۍ لوبډله وه چې نیمه پایلوبې ته ورسېده او هند بیا هیڅ لوبه و نه بایلله.
باید وویل شي چې دوهمه نیمه پایلوبه به سبا ته د اسټرالیا او جنوبي افریقا ترمنځ په ایډن ګارډن کې ترسره شي.