د فلسطین وضعیت ته کتنه

۱: د غزې روغتیا وزارت: غزه کې په ۳۸مه ورځ هم د اسرائیلو بریدونه دوام لري، چې له امله یې د ۴۶۳۰ ماشومانو ۳۱۳۰ ښځو په ګډون، د شهیدانو شمېر ۱۱۲۴۰ ته لوړ شوی دی. د روغتیا وزارت د راپور پر اساس تراوسه د اسرائیلو په بریدونو کې ۱۸۹ طبي کارکونکي په نښه شوي دي. له دې پرته ۴۱۱۲۰ ولسي ودانۍ، ۹۴ دولتي ودانۍ، ۲۵۳ مکتبونه او ۷۱ جوماتونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي. بل لور ته احصایې ادارې اعلان کړی، چې د جګړې له پیل راهیسې ۱۳۰ ښوونکي، ۳۱۱۷ زده کونکي شهیدان شوي او ۶۰۸۰۰۰ له زده کړو محروم شوي دي.

۲: ابوعبیدة: چمتو یو، چې له اسرائیلو سره د پنځه ورځني اوربند په بدل کې غزه کې نیول شوې ۷۰ ښځې او ماشومان خوشې کړو. ابو عبیدة ویلي، د قطر په منځګړیتوب اسرائیلو ته ویل شوي، چې په پنځو ورځو کې باید بشپړ اوربند ته غاړه کېښول شي او ټولو بشري مرستو ته اجازه ورکړل شي. د حماس له دغه وړاندیز وروسته د برېتانیې په شمول ګڼ شمېر هېوادونو پر اسرائیلو غږ کړی، چې مرستو ته لار ورکړي او د عامو خلکو ژوند ته پام وکړي.

۳: د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د الشفا روغتون پارکېنګ کې څه د باندې ۱۵۰ مړي پراته دي او د سختې جګړې له کبله څوک د ښخولو لپاره نه شي ورتلی. دغه سازمان وایي، یاد روغتون په هدیرې بدلېدونکی دی. ډاکترانو هم ویلي، چې د مړو خرابېدو د ناروغیو خپرېدو اندېښنه پیدا کړې ده. د الشفاء روغتون مدير بیا ویلي، پرون په دغه روغتون کې د برېښنا د نشتوالي له امله د شپږو ماشومانو په ګډون ۲۰  تنه ناروغان مړه شوي دي. هغه همدارنګه ویلي، چې له دې یوه ورځ مخکې هم د دغه روغتون د جدي پاملرنې په څانګه کې اووه ناروغان مړه شوي دي.

۴: د فلسطین لومړي وزیر له اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو وغوښتل، چې د ‎غزې تړانګې اوسېدونکو ته د هوا له لارې مرستې ولېږي.‎ محمد اشتیه دا غوښتنه وروسته له هغه وکړه، چې د فلسطین روغتیا وزارت وویل: د غزې په شمال کې هېڅ فعال روغتون نه لري.

۵: حسن نصرالله: موږ به امریکا او د دوی لاسپوڅی د اسرائیلو ظالم رژیم پرېنږدو، چې د مسلمانانو پر خاوره او ولس تېری او ظلم وکړي. وایي‌، موږ اوس هم د فلسطین خلکو ترڅنګ ولاړ او د دوی لپاره د اسرايیلو پر ضد مبارزه او جګړه کوو. نوموړی زیاتوي، حزب الله د نړۍ له هیڅ قوت ویره نه ‌لري او غواړي، د دوی پر وړاندې مبارزه او جګړه وکړي.

۶: د ‎اسرائیل دفاع وزیر ویلي، چې ‎حماس د ‎غزې تړانګې کنټرول له لاسه ورکړی دی. په ورته وخت کې اسرائيلي رسنيو د غزې په پارلمان کې د اسرائيلي پوځ یو انځور خپور کړی، چې د دغه هېواد بېرغ يې د بريا نښې په توګه پورته کړی دی. همداراز د اسراییلو لومړي وزیر ویلي: که حماس ته ماتې ورنه کړل شي، اروپا او متحده ایالات به راتلونکي کې د دې پایلې وویني.

۷: د غزې جګړې په ۳۸مه ورځ د اسرائيلو مالیې وزارت اعلان وکړ، چې له حماس سره د جګړې له پیل راهیسې د اسرائیلو حکومت په پورونو کې شاوخوا اته میلیارده ډالره زیاتوالی راغلی. راپور زیاتوي، په همدې حال کې دا جګړه د دې لامل شوې، چې د اکتوبر په میاشت کې د حکومت د بودیجې کسر ۶ میلیارده ډالرو ته ورسېږي.

۸: اسرائیل پوځ اعلان وکړ، چې تېره شپه یې د غزې په شمالي برخه کې ۲ سرتېري وژل شوي دي. دې سره د غزې جګړې له پیل راهیسې د اسرائیلي پوځیانو د مړینې شمېر ۴۷ ته لوړ شو.

۹: امریکايي جنرال هربرټ رايمونډ: حماس ځواکونه د ایران له خوا روزل شوي او د یاد هېواد له خوا وسلې ورکول کېږي، چې بیا د یمن، عراق، سوریې او لبنان په ګډون په سیمه کې سرخوږی رامنځته کوي. دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې اسرائیلي رسنیو خبر ورکړ، چې د امریکا دفاع وزارت د ستراتیژیکو نظامی مطالعاتو انسټیټیوټ لوړ پوړی جنرال توماس هیرلي د اسرائیلو او فلسطین جنګ کې ووژل شو.

۱۰: د روسیې بهرنيو استخباراتو اداره: امریکایان د تړلو دروازو تر شا، د اسرائیلو له مشرتابه غواړي، چې په غزې تړانګه کې عملیات ګړندي کړي، ترڅو د اوږدې جګړې مخه ونیسي، ځکه د اسرائیلي عملیاتو اوږدول د بایډن پر انتخاباتي کمپاین منفی اغېز لري. د امریکا متحده ایالات د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې په پام کې نیولو پرته، د حماس له منځه وړلو په برخه کې د انګلستان او جرمني ملاتړ لري.

۱۱: د فرانسې خبري آژانس راپور ورکړی، چې د ‎ژورنالیستانو یوه ډله د ‎لبنان په سوېل کې د یوه سرحدي کلي څخه د نښتو خبري پوښښ پرمهال د ‎اسرائیلو د بمبارۍ نښه وګرځېده. په همدې تړاو الجزیرې هم ویلي، چې د دې شبکې یو انځور اخیستونکی د دوشنبې په ورځ په بمبارۍ کې برسېرن ټپي شوی دی.

۱۲: د فلسطین د ولسمشر ویاند: د غزې تړانګه د فلسطین خاورې یوه مهمه برخه ده او د اسرائیلو دا هڅې د منلو وړ نه دي، چې دا له لویدیځې غاړې څخه جلا کوي. نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغه کړي، چې اسرائیلي ولسمشر نتنياهو ویلي و: نړیوال فشار او زموږ د پوځ پر وړاندې نا سم تورونه به زموږ د دفاع مخه ونه نیسي او  له جګړې وروسته به، په کامله توګه غزې زموږ په کنټرول کې وي.

۱۳: بې پولې ډاکټران: د غزې روغتونو طبي وضعیت ښه نه دی، مریضان او ټپيان د درملو د نه شتون له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. برېښنا قطع شوې او تېل په مکمله توګه ختم شوي دي. اسرائیل بیا وایي، الشفاء روغتون ته مو ۳۰۰۰ لیتره تېل ورکول؛ خو حماس یې مخه ونیوله.

۱۴: د فلسطین بهرنیو چارو وزارت: د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د اوږدمهاله استعماري پلانونو د پرمختګ لپاره له ځانه د دفاع په بهانه له نړیوال ملاتړ څخه کار اخلي او بې ګنا خلک په شهادت رسوي.

۱۵: د حماس لوړپوړی چارواکی “حمدان”: په رام الله کې زموږ وروڼه باید پوه شي، چې د اسرائیلو هدف ټول فلسطینیان دي. د غزې حکومتولي د فلسطینیانو انتخاب دی او بل هېڅوک حق نه لري، چې لاسوهنه وکړي. له دې وړاندې اسرائیلو ویلي و، چې په غزه کې زموږ عملیات بې توپیره دي.

۱۶: د اسراییلو بهرنیو چارو وزیر: اسرائیل به په غزې تړانګه کې خپلو اهدافو ته تر رسېدو جګړې ته دوام ورکړي او د هېواد امنیت به خوندي کړي،  که څه هم د نړیوالو له لورې یې ملاتړ ودرول شي.

۱۷: اسرائيلي پوځ: د لبنان له لوري په ترسره شویو توغندیزو بریدونو کې زموږ ۶ سرتېرې وژل شوي دي. له دې خبر وروسته اسرائیلي رسنیو خبر ورکړ، چې جلیل سیمه کې د ټانک ضد بمباریو له امله، د اسرائیلي پوځ د ټپیانو شمېر ۱۴ ته لوړ شوی، چې د ځینو حالت یې د اندېښنې وړ ده.

۱۸: د اسرائیلو کان راډیو خبر ورکړی، چې د اسرائيلو په داخل کې زیات اختلافات راټوکیدلي. ځینې یې وايي: نتنیاهو اسرائیل نه شي اداره کولی، باید استعفاء وړاندې کړي؛ خو د دفاع پخوانی وزیر او د بیړنۍ کابینې غړو د جګړې په جریان کې د لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د لرې کولو مخالفت کړی دی او ویلي دي: دا به پر هېواد بد اغېز وکړي، اوسني شرایط داسې نه دي، چې کوم سیاسي تغییر وزغمي.

۱۹: رجب طیب اردوغان: د ترکیې ولسمشر د ملګرو ملتونو په اړه ویلي، چې په عملي توګه د فلسطین د ستونزې د حل توان نه لري. نتنیاهو نړیوال ترهګر دی او ډېر زر به له واکه ګوښه کړای شي. بل خوا د سویلی افریقا بهرنیو چارو وزیر د جنایي جرمونو نړیوالې محکمې څخه غوښتنه کړې، چې د اسرائیلو د لومړي وزیر د نیولو امر صادر کړي. جنوبي افریقا یو له هغه هطوادونو څخه دی، چې له اسرائيلو سره یې خپلې سفارتي اړیکې پرې کړي.

۲۰: د امریکا دفاع وزیر: حسن نصرالله یو داخلي دی او اسرائیل باید له داسې کړنو ډډه وکړي، چې لبنان کې د جګړې لامل کېږي. امریکا دفاع وزیر وروسته له هغې ورته څرګندونې کړي، چې د لبنان له خاورې پر اسرائیلو ۲۰ توغندي وار شول او اسرائیلي چارواکو د لبنان پر ضد توندې څرګندونې وکړې. د لبنان رييس الوزراء نجيب ميقاتي بیا ویلي: موږ د جګړې پلوي نه یو او په سیمه کې د نورو جګړو د پیل لپاره به هېڅ ګام پورته نه کړو، لبنان د ملګرو ملتونو، پرېکړه لیکونو او نړیوالو قوانینو ته ژمن دی. موږ هیله لرو، چې د لبنان په جنوب کې د اسرائیلو بریدونه پای ته ورسېږي.

۲۱: اقتصادي کارپوهان: اسرائيل د بې ثباتۍ له امله په بې ساري توګه د اقتصادي بحران ښکار دي او هره اونۍ یې د جګړې مالي لګښت له ۲۶۰ میلیونه ډالرو څخه اوړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button