د افغانستان په اړه د بهرنیو رسنیو انعکاس

۱: افغانستان له پاره د روسیې استازی کابلوف: روسیې د امارت په رسمیت پېژندلو کې کوم بدلون نه دی کړی او روسیه له امریکا سره هم فعلاً د افغانستان په تړاو هیڅ ډول اړیکې نه لري.

۲: کابلوف: ملګري ملتونه نږدې راتلونکي کې د افغانستان له پاره د هېوادونو ځانګړو استازیو غونډه جوړوي.

۳: د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: وزیر جېلاني د افغانستان سوداګرۍ وزیر سره د ترهګرۍ خلاف ټوله ییز اقدام، دوه اړخیزو ګټورو اړیکو او د سیمې سوداګرۍ او اتصال باندې غږېدلی دی.

۴:  د پاکستان کورنیو چارو وزیر بُګټي: له ۳۰۰ زرو ستنو شویو افغان کډوالو څخه یې یوازې ۸ زره پاکستان وېستلي، نور په خپله خوښه وتلي دي، اسناد لرونکي افغان کډوال نه وباسو.

۵:  د شانګهای سازمان یوه پلاوي د ملګرو ملتونو د بندیزونو او څارنې ټيم غړو سره د القاعده او داعش او له دوی سره تړلو ډلو چې په نړۍ او افغانستان کې خپرې دي، څخه پېښو ګواښونو په تړاو، د افغانستان وضعیت کې پرمختګونو، د ترهګرو ډلو عملیاتو، له نورو خوځښتونو سره د دوی اړیکو، موقعیت او جوړښت باندې بحث کړی دی.

۶:  د بلوچستان اطلاعاتو وزیر جان اڅکزی: افغان چارواکي له پاکستان سره د مرستې پر ځای وضعیت لا خرابوي، پاکستان ته په ګواښونو کولو کار نه کیږي، دوی باید خپل مسؤلیتونه پوره او د خپلو اتباعو اوسېدو بندوبست وکړي او ترهګر دې مونږ ته وسپاري.

۷:  نن سه شنبه د امریکا استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه له افغانستانه د امریکا تېښتې په تړاو د جوبایډن تګلارې باندې غونډه کوي، چې د سیګار مشر جان سوپکو به هم دې غونډې ته وینا وکړي.

۸:  د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند کنعاني: د افغان پلاوي سفر هیله بښونکی او بریالی و، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکاریو پیاوړتیا له پاره یې نوې زمینه برابره کړه.

۹: د پاکستان مشرانو جرګې یو شمېر غړو سترې محکمې ته په یو لیک کې پر موقت حکومت غږ کړی، چې د افغان کډوالو وېستلو مسئله د دوی کار نه دی او دا لړۍ دې ژر تر ژره ودروي؛ دا حکومت د کډوالو وېستلو پرېکړې واک نه لري.

۱۰:  افغانستان له پاره د امریکا شارژدافیرې ډېکر تېره ورځ دوحه کې د خوړو نړیوال پروګرام او نورو مرستندویه ادارو سره د افغانستان پر وضعیت غږېدلې. وايي: افغانان له ورپېښو ناورینونو څخه د خلاصون له پاره مرستو ته اړتیا لري.

۱۱:  د ناروې کډوالۍ شورا: سره له دې چې روان کال په افغانستان کې د کورنیو پورونو کې یو څه کموالی راغلی، خو لا هم په هرو څلورو کورنیو کې یې درې پوروړې دي.

۱۲:  د ایران د سوداګرۍ خونې مشر کرباسي: د افغانستان نوی حکومت له مسلمانو هېوادونو سره اړیکو ښه کولو ته ډېر لېوال دی.

۱۳:  بحران نړیوال سازمان: د پاکستان کډوالو وېستلو پالیسي به سیمه له نورو ګواښونو سره مخ کړي.

۱۴: نړیوال بانک: تېرو ۳۰ کلونو کې ۳۰ میلیونه کډوال خپلو اصلي مېنو ته ستانه شوي، چې اکثریت یې افغانان دي؛ د کډوالو بېرته راستنېدنه یوه ننګونکې پروسه ده او تل بریالۍ نه وي.

۱۵:  بي بي سي: وروستۍ لسیزه کې د افغانیو نرخ تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی خو په افغان بازارونو کې د توکو بیې او نرخونه نه دي بدل شوي، چې د ځینو په اند دا وضعیت ډېر کله خلکو ته زیان رسولی شي.

۱۶:  بي بي سي: یو شمېر پاکستاني سوداګر وايي، چې ورځ تر بلې لوړېدونکې مالیې او په تېره بیا د افغانانو وتلو یې کارونه ځپلي دي.

۱۷:  د پاکستان مشرق ورځپاڼه: د امارت مشر د پاکستان خلاف بریدونو څخه د مجاهدینو منع کولو فرمان ورکړی خو د ټي ټي پي بریدونه دوام لري، په داسې حال کې چې دوی امارت سره بیعت کړی؛ نو آيا ټي ټي پي د هغه د حکم نافرماني کوي، که کوي یې باید مجازات شي.

۱۸: ترکي رسنۍ: پولیسو ۶ تنه د یو افغان کارګر “وزیر محمد” وژلو په تور نیولي؛ یاد افغان د سکرو په یوه غیرقانوني کان کې کار کاوه. ځینې راپورونه وايي چې نوموړی د کار خاوند لخوا د وهلو ټکولو پایله کې مړ شوی دی.‌

۱۹: اوچا: تېره میاشت مو په هرات کې له ۱۷۶ زرو کسانو سره مرستې کړې.

۲۰:  رسنۍ: له پاکستانه د افغان ستانه شویو کډوالو شمېر ۲۲۳ زره ته ورسېد.

۲۱:  د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوتېرېش د امنیت شورا ته په یوه ارزونه کې ویلي، چې په افغانستان کې د یو ټولګډونه حکومت تأسیس له پاره دې بین الافغاني ډيالوګ پيل شي.

۲۲:  افغانستان په چارو کې د ایران اقتصادي سلاکار جوانمرد قصاب: له افغان پلاوي سره د سرحد، ريل ګاډي پټلۍ، حقابې او نورو برخو کې تړونونه لاسلیک شول، چې راتلونکو دوو اونیو کې به یې تطبیق پیل شي.

۲۳:  پاکستاني رسنۍ: د ترهګرۍ ضد ادارې حیدر اباد څانګې د القاعده یو غړی “عبدالله عاصي” له نښتې وروسته نیولی، خو دوه نور ملګري یې تښتېدلي. عبدالله تر دې دمخه افغانستان، مالیزیا او سعودي عربستان ته هم د خپلې شبکې پياوړتیا په موخه سفرونه کړي وو.

۲۴: د پاکستان ټریبیون ورځپاڼه: چین د پاکستان له لارې د افغانستان د منرالونو پراخه کانونو (لیتیم) څخه د ګټې اخیستلو هڅې کوي؛ افغانستان ته د لیتیمو سعودي عربستان ویل کیږي.

۲۵:  افغانستان انټرنشنل: د بلوچستان ـ چمن ځايي چارواکو له ۲۳ ورځو راهیسې پرلت وهونکو ته د احتمالي امنیتي ګواښ له امله د پای ته رسېدو خبرداری ورکړی دی.

۲۶:  د ایران “جماران” ورځپاڼه: له پاکستانه د افغان کډوالو اخراج به پر ایران هم غیرمستقیم اغېز ولري، کډوال خپل هېواد کې د ژوند اړینې اسانتیاوې نه لري، نو ښايي یو شمېر یې ایران ته کډوال شي، خو دوی امنیتي ګواښ نه دی، بلکې زمونږ اقتصاد کې مرسته کوي.

۲۷: افغانستان کې د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو د ممکنه جنګي جرمونو یو افشا کوونکی پوځي ډېوېډ مکبرایډ نن محاکمه کيږي. نوموړی د حکومتي وسایلو په غلا، دفاعي قانون په سرغړونې او په ناقانونه توګه د حکومتي سند په افشا باندې تورن دی.

۲۸:  پاکستانی لیکوال دیدار کریم: د هلمند سیند په سر د امارت او ایران لانجه پاکستان ته د وربهېدونکو اوبو کنټرولو جدي اشاره وه، امارت له پاکستان سره د اوبو لانجې ته نېغ ولاړ دی.

۲۹:  د امریکا فوربز ورځپاڼه: له پاکستانه د امارت مخالف ستنېدونکي افغانان له ځانګړو ګواښونو سره مخ دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button