د افغان کډوالو وضعیت ته کتنه

۱: د پاکستان کورنیو چارو وزیر بُګټي: له ۳۰۰ زرو ستنو شویو افغان کډوالو څخه یې یوازې ۸ زره پاکستان وېستلي، نور په خپله خوښه وتلي دي، اسناد لرونکي کډوال نه باسو، هیڅ پاکستانی له ویزې پرته افغانستان ته نه شي تللی، نو هر افغان چې پاکستان کې کاروبار کوي، ویزه دې واخلي. مونږ له افغانانو سره د ورورګلوۍ اړیکې لرو، چې تر قیامته به دوام وکړي.

۲: د بلوچستان اطلاعاتو وزیر جان اڅکزی: افغان چارواکي له پاکستان سره د مرستې پر ځای وضعیت لا خرابوي، پاکستان ته په ګواښونو کولو کار نه کیږي، دوی باید خپل مسؤلیتونه پوره او د خپلو اتباعو اوسېدو بندوبست وکړي او ترهګر دې مونږ ته وسپاري. اڅکزی زیاتوي، له کوټې څخه ۲۵۰ سوه زره غیرقانوني شناختي کارډونه جوړ شوي، چې ۵۰ زره یې بلاک شوي دي.

۳: د پاکستان مشرانو جرګې یو شمېر غړو سترې محکمې ته په یو لیک کې پر موقت حکومت غږ کړی، چې د افغان کډوالو وېستلو مسئله د دوی کار نه دی او دا لړۍ دې ژر تر ژره ودروي؛ دا حکومت د کډوالو وېستلو پرېکړې واک نه لري.

۴: بحران نړیوال سازمان: د پاکستان کډوالو وېستلو پالیسي به سیمه له نورو ګواښونو سره مخ کړي.

۵: نړیوال بانک: تېرو ۳۰ کلونو کې ۳۰ میلیونه کډوال خپلو اصلي مېنو ته ستانه شوي، چې اکثریت یې افغانان دي؛ د کډوالو بېرته راستنېدنه یوه ننګونکې پروسه ده او تل بریالۍ نه وي.

۶: بي بي سي: یو شمېر پاکستاني سوداګر وايي، چې ورځ تر بلې لوړېدونکې مالیې او په تېره بیا د افغانانو وتلو یې کارونه ځپلي دي.

۷: رسنۍ: د تورخم په لنډمهاله پنډغالي کې ځینې مېشت کډوال له سرپرست حکومته غواړي چې د ثبت او مرستو د وېش بهير يې چټک او ژر يې خپلو اصلي سيمو ته ولېږدوي.

۸: رسنۍ: له ۲۵ ورځو راهیسې د چمن پرلت کوونکي وايي، که د پاکستان حکومت له افغانستان سره پر پاسپورټ د تګ راتګ پرېکړه وانخلي، نو پنځه ورځې وروسته به په سویلي پښتونخوا کې ټولې ترانسپورټي لارې وتړي.

۹: ازادي راډيو: د افغانستان په لوېدیځ او سوېل کې خصوصي پوهنتونونو له پاکستانه وېستل شویو کډوالو ته تر ۷۵۰ ډېر وړیا سکالرشیپونه اعلان کړي دي.

۱۰: ازادي راډيو: له ترکیې یو شمېر راستانه شوي افغانان وايي، چې د بېکارۍ او امنيتي ګواښونو له امله يې په ترکيه کې پناه اخيستې وه، چې ترکي ځواکونو د نیولو او وېستلو پر مهال له دوی سره له تاوتريخوالي ډک چلند کړی دی.

۱۱: ترکي رسنۍ: پولیسو ۶ تنه د یو افغان کارګر “وزیر محمد” وژلو په تور نیولي؛ یاد افغان د سکرو په یوه غیرقانوني کان کې کار کاوه. ځینې راپورونه وايي چې نوموړی د کار خاوند لخوا د وهلو ټکولو پایله کې مړ شوی دی.‌

۱۲: د ایران د خراسان رضوي والي شجاع: ۲۱،۴ زره ناقانونه افغان کډوال خپل هېواد ته لېږل شوي دي.

۱۳: د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت: له پاکستان او ایرانه له ۸ زرو زیات کډوال راستانه شوي دي.

۱۴: د امریکا فیننشیل ټایمز: د اسلام اباد د کډوالو اړوند پاليسي ظلم او د امارت په څېر کمزوري دولت ته زرګونه کډوال لېږل به بشري ناورین رامنځته کړي او بله دا چې د پاکستان امنیت د افغانستان په ثبات پورې تړلی دی.

۱۵ د ماشومانو ساتنې مؤسسه: هره ورځ له پاکستانه زرګونه افغان ماشومان یوازې د غاړې جامو کې ستنیږي.

۱۶: روغتیا نړیوال سازمان: د نوِمبر له پیله مو هره ورځ له پاکستانه راستنېدونکو ۴۵۰۰ افغان کډوالو سره مرستې کړې.

۱۷: پاکستاني رسنۍ: ۲۲۰ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button