اوبه به نه خړوو

واقعي هنر؛ آبحیات دی، فضیلت دی، فکر دی، عواطف دي، سوله ده، درک او انسانیت دی؛ بېله هنره، علمي و مذهبي انسان روباټ دی چې د قدرت د وژونکې دستګاه ښکار او د بشریت نابودونکی ګرځي، همدلته ده چې پورته ایډیالوژیک قشرونه ډېر کله د اصیل هنر له وسعت او رونق په وېره کې وي او تل د هنر مخه په یو ډول ډب کول غواړي، یا هم هڅه کوي چې هنر د ځان مدحې ته وګماري. احمد شاملو یو وخت د سهراب سپهري د پُرعاطفي، سېمبولیک او نقاشيرنګه شعر په مخالفت کې ویلي و؛ اوبه د بېګناه انسانانو سرونه راوړي او موږ دوه قدمه لاندې ناست، د کوترې اوبه څښلو ته متوجه یوو او وایو چې؛ “آب را گل نکنیم”؛ سهراب یې په ځواب کې ویلي و؛ هغه چې د یوې کوترې اوبه څښلو ته نه دی متوجه، هماغه څوک دی چې په اسانۍ سره انسانان وژني.” د سهراب دا آزاد شعر سره د ژباړې له هڅې؛
آب را گل نکنیم:
در فرودست انگار، کفتری میخورد آب
یا که در بیشه دور، سیرهٔی پر میشوید
یا در آبادی، کوزهٔی پر میگردد
آب را گل نکنیم
شاید این آب روان، میرود پای سپیداری، تا فرو شوید اندوه دلی
دست درویشی شاید، نان خشکیده فرو برده در آب
زن زیبایی آمد لب رود،
آب را گل نکنیم
روی زیبا دو برابر شده است
چه گوارا این آب!
چه زلال این رود!
مردم بالادست، چه صفایی دارند!
چشمههاشان جوشان، گاوهاشان شیرافشان باد!
من ندیدم دهشان،
بیگمان پای چپرهاشان جا پای خداست
ماهتاب آنجا، میکند روشن پهنای کلام
بیگمان در ده بالادست، چینهها کوتاه است
مردمش میدانند، که شقایق چه گلی است
بیگمان آنجا آبی، آبی است
غنچهٔی میشکفد، اهل ده باخبرند
چه دهی باید باشد!
کوچه باغش پر موسیقی باد!
مردمان سر رود، آب را میفهمند
گل نکردندش، ما نیز
آب را گل نکنیم
ژباړه:
اوبه به نه خړوو:
وګڼئ چې لاندې کوتره اوبه څښي
په لرې شاړه کې به سهره¹ وزرې مینځي
یا به په اباده کې منګی ډکېږي
اوبه به نه خړوو؛
شاید دا روانې اوبه د سپیدار تر پښو ځي څو د زړه زنګ ومینځي
شاید د کوم دروېش لاس وچه ډوډۍ په اوبو کې خیشتوي
ښکلې جینۍ د رود تر غاړې راغلې
اوبه به نه خړوو؛
ښکلی مخ دوه چنده شوی
څومره خوږې اوبه دي!
څومره روڼ دی دا رود!
هغه بر خلک څومره سوتره دي
چینې یې څپاندې او غواګانې یې پۍآورې
ما یې کلی نه دی لیدلی
خو د کوډلو پښې به یې د خدای پر پلونو وي
هلته سپوږمۍ، د کلام وسعت روښانوي
بې شکه په بر کلي کې چینې لنډې دي
خلک یې پوهیږي چې لاله څه ډول ګل دی
بې شکه چې هلته اوبه آبي دي
د غوټۍ په غوړیدو د کلي اوسیدونکي خبرېږي
څه یو کلی دی!
باغکوڅې یې پرموسیقیته!
د بند مشران یې آب پېژني
نه خړول یې هم
موږ هم اوبه نه خړوو.
…
¹ قناري ته ورته مرغۍ ده.
ذاکر حماس