حساسیت او عکس العمل د رښتیني ایمان تقاضا ده!

[[که د حق لارې منسوبان او لارویان د ځان، مال او … په خطر کې راتلو او یا هم سستۍ، ټنبلۍ او بې تفاوتۍ له امله د بې شمېرو باطلو واقعیتونو په منځ کې خلکو ته حقایق ور په ګوته او مشخص نه کړي، نو د باطل لارویان به هرو مرو فکر کوي چې ګواکې هغوی پر سمه لار روان دي او فکر، نظر او برنامې يې پر حقایقو ولاړې دي.]]
د دغه مهم لپاره ضروري ده ، چې هر څوک د خپلې وسې مطابق د واقعیتونو په منځ کې د حقایقو د په ګوته کولو او تشخیص لپاره خپلې تلپاتې هڅې وکړي .
دا د حقایقو په وړاندې یو عمومی مسئولیت دی ، چې هر څوک باید د خپل چاپېریال د ټولو حوادثو او پدیدو پر وړاندې ، لازم شعوري حساسیت ولري او دا د عامو خلکو مسئولیت دی چې د بدیهی نارواوو په وړاندې حساسیت وښیي، خو د مغلقو او لویو پدیدو ، تحلیل ، تشخیص او د بې شمېرو پېښو او وقایعو په منځ کې د حقایقو تشخیص بیا د ځانګړو او متخصصو پوهانو او مسلکي کسانو کار دی ، تر څو عامو خلکو ته د دښمنانو له خوا د بېلابېلو استخباراتي او عامو خلکو د دوکه کوونکو پلانونو ، اصلي نقشې او د پردو تر شا د هغو مرګوني استعماري اهداف په ډاګه کړي او عام خلک د هغوی د تزويري پلانونو له لارویتوبه خبر او راوګرځوي او پلانونه یې ور شنډ کړي .
د (( المومن یری بنور الله )) معنی هم همدا ده چې هر مومن باید د خپل کار او مسلک او کسب او ټولنیز مسئولیت په چوکاټ کې ، ضروري ایمانی ارزښتونه و پېژني او د دغو ارزښتونو په چوکاټ کې خپل ژوند تنظیم او تثبیت کړي .
” نور الله ” د اللهي هدایاتو ، لید لورو او اللهی حساسیت ، تحلیل او تشخیص او ارزونو په معني دی ، داسې چې لومړی خو په خپل ځان کې د دغه اللهي حساسیت تحلیل ، تشخیص او ارزونو استعداد پیدا کړي او د چاپېریال پېښې پرې سمبالي کړي او یا هم د یو حاذق او دپورتنیو وړتیاوو لرونکي علمی او متخصص او کارپوه شخصیت په مرسته ، لازم حساسیت و ښيي .
( فاسئلوا اهل الذکر – ان کنتم لا تعلمون ) ، همدغه مه ته ایشاره کوي ، چې که په ځینو لویو مسایلو او پېښو کې د بشپړو معلوماتو او اطلاعاتو د نه لرلو له امله ، لازم او مطمئن اقدام نشي کولای ، نو په دغه مورد کې د باوري پوهانو په مرسته د خپل ایماني عکس العمل او حساسیت جبهه او لوری معلوم کړي او د پېښو په وړاندې بې طرفه پاتې نشي .
ځکه د مفیدو کارونو ملاتړ او مرسته او تکاملي پړاو ته د هغو رسول او د نارواوو په وړاندې مخالفت او د هغو د پرمختګ مخنیوی کول ، پر خدای د ایمان لرلو ضروري غوښتنه ده ، چې هر مومن مسلمان ته متوجه ده او د ذرې ذرې حساب ورسره کېږي او په دغه ډګر کې اهمال و محافظه کاري ، په ټولنه کې د اللهي او ایماني ارزښتونو د له منځه تللو او کفر او شرک او نفاق او الحاد د ترویج سبب کېږي .
او له دغه حالت څخه باید تل خدای تعالی ته پناه یوسو.
لیکنه: شبیر راحل