کابل؛ د شهرارا باغ وروستۍ نښه

۵۰۰ کاله وړاندي د بابر لخوا په کابل ښار کي د هغه د لور د پاره پر يوې غونډۍ پراخ باغ تيار سو، کله چي د احمدشاه بابا په وخت کي د کابل ښار ته دروازې جوړېدلې، ددې باغ دروازه د کابل ښار شمالي دروازه وټاکل سوه.
د امير عبدالرحمن خان په دوره کي چي د کابل ښار څيره ټوله نوې سوه، د شهرارا باغ په منځ کي يو ستر برج او ماڼۍ جوړ سول چي تر ټول کابل ښار لوړ ښکارېده او ښکلې ګومبده لرونکې وداني هم ددې غونډۍ پر سر جوړه سوه، خو په سقاوي کي د حبيب الله کلکاني او وروسره درې سوه ملګرو لخوا چي د کابل له شمال څخه راغلل، اول همدې باغ ته ننوتل او د بريد په ترڅ کي ياد باغ وسوځول سو او ويجاړ سو.
شهرارا برچ د کندهاري مهندس شاه اودل لخوا په شپږ کونجيزه شکل جوړ سوی چي څلور پوړه لري، له لومړي پوړ څخه تر څلورم پوړ پوري ئې زینې د خټو او ګچو څخه جوړي سوی له څلورم څخه تر شپږم پوړ پوري د زینو په جوړولو کي له لرګیو څخه کار اخیستل سوی. ښکلی دروازې او کلکينونه ئې لرل.
سقاوي لښکر له سوځولو وروسته دا باغ د دولت له لوري همداسي سوځلی پاته سو، د کورنيو جګړو پر مهال دلته جنګي ډلي اوسېدلې او تير شل کاله کي د دولتي موټر ورکشاپ همدلته وو، اوس د برج په شمالي اړخ کي د پخوانۍ دروازې يوه پښه ولاړه ده چي دا د کابل ښار د دروازو يوازينۍ نخښه ده، د تير دولت پر مهال په برج کي نظامي کسانو د ټاور په څير ژوند کاوه چي نخښي ئې اوس هم سته.
که دولت او يا بل بااحساسه افغان ددې برج د جوړېدو اراده وکړي په همدې سيمه کي د دیوال سره په مختلفو فاصلو کي درې نور برجونه هم سته چي د ماڼۍ د څارني په توګه کارول سوي. دلته د يوې پېړۍ پخوانۍ نوري ډېري وداني هم سته چي د لرغوني کابل مينه په ماتېږي.
د شهرارا برج د ملالۍ روغتون مخ ته دی.
Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button