ویرات کوهلي په یو ورځنیو لوبو کې د سچن ټنډولکر د زیاتو سلیزو ریکارډ مات کړ

عزم (چهارشنبه، د لړم ۲۴مه، ۱۴۰۲): د هندوستانۍ لوبډلې رشن مشین (ویرات کوهلي) په یو ورځنیو لوبو کې د سچن ټنډولکر د زیاتو سلیزو ریکارډ مات کړ.

نوموړي خپله ۵۰مه سلیزه نن د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې د نیوزلینډ پر خلاف د سچن ټنډولکر په شتون کې ووهله.

هغه په ۱۱۳ توپونو ۱۱۷ منډې وکړې، چې ۹ څلوریزې او ۲ شپږیزې پکې شاملې وې.

ویرات کوهلي تر دې دمه ۲۹۱ لوبې کړې چې ۴۵ ځله پکې ناسوځېدلی پاتې شوی او د ۵۰ سلیزو ترڅنګ یې ۷۲ نیمه سلیزې هم وهلې دي.

خو ټنډولکر بیا په ۴۶۳ لوبو کې ۴۱ ځله ناسوځېدلی پاتې شوی او ۴۹ سلیزې یې وهلې دي.

له دوی دواړو وروسته روهیت شرما ۳۱، رکي پونټینګ ۳۰، سنت جیسوریا ۲۸ او هاشم امله ۲۷ زیاتې سلیزې وهلې دي.

په نننۍ لوبه کې ویرات کوهلي لومړی لوبغاړی شو چې د یو ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې ۸ ځله له ۵۰ ډيرې منډې کوي.

له دې وړاندې ټنډولکر او شکیب الحسن په یو نړیوال جام کې ۷، ۷ ځله دغه کارنامه ترسره کړې وه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button