خبرې ملغلرې! / لومړۍ برخه

ترتيب او را ټولونه: محمد سعيد هاشمي.
ژباړه او پايله اخيستنه: جبريل سعد

بوډاگان: كه پر ژوند مو يو يې يا هم دواړه بوډاگان شي، تر ماشومانو مو بوډاگان د زياتې پاملرنې، خوشاله ساتلو، خواخوږۍ، مينې، نرمۍ، مهربانۍ، زغم، ورته شپې رڼونې او قربانۍ ته اړتيا لري. هغه ټكي چې د ځوانۍ په ځواك كې يې نه خوښېدل، په بوډاوالي كې يې ټپ ور كوي او كومو چې په هماغه ځواك كې ټپ ور كاو، هغه ټكي يې اوس وژني. بوډاگانو د ځوانۍ زياتره فعالتيا او همت، بدني معافيت او روغتيا، د مخ ځلا، په رتبو كې يې شته درنښت او پر دې نړۍ د ژوند شور او ځوږ يې له لاسه ور كړی. د بوډاگانو مور-پلار او ډېر نږدې ملگري له منځه تللي، نو ځكه يې زړونه ټپ خوړلي او روان يې په بې شمېره اندېښنو كې نغښتی دی. بوډاگان نور هماغسې(لكه چې له بوډاتوب وړاندې و)د كور مركزيت نه دی او د(خپلې جوړې كړې)كورنۍ پاملرنه پرې متمركزه نه ده، نو بيدار اوسه ! ناپوهي ونكړې، كنې بدمرغه بشې. ځينې بوډاگان ويده شي، خو را پاڅي نه، خوراك-څښاك وكړي، خو معده يې ونه زغمي، وخاندي، خو له زړه خوشاله نشي او كله هم تر مسكا لاندې اوښكې پټوي.
ترې ستا لرې والی، له څنگ نه يې ستا كوچېدل او پر تليفون ترې ستا بوختېدل بوډاگان ځوروي، دوی د داسې چا اړتيا لري چې كومه خبره يې واوري، خبرې يې خوښې كړي او پر شتون يې د نېكمرغۍ احساس وركړي. بوډاگان تر ماشومانو د زياتې پاملرنې، عاطفې او مهربانۍ او درك وړ دي. دوی مخامخ مسكا، يوې داسې ښې د خوښۍ خبرې، د نرمۍ او مينې لاس ته چې ور اوږد كړل شي او داسې پوهې ته چې د دوی نظرونو او افكارو سره ټكر نه وي؛ اړتيا لري. د ژوند اورگاډي د خوندونو له تمځايه بوډاگان وايستل او د تللو لپاره د هركلي په انتظارخونه كې د بلونكي انتظار كوي چې ورته ښه راغلاست ووايي. بوډاگان الله تعالی ته نږدې او دعاوې يې قبلېدو ته تر هغه پسې نږدې دي، نو دا بانكي صندوق دې له تمامېدو مخكې غنيمت وگڼه. بوډاگان پلار، مور، نيكه، انا او داسې نور چې ورسره نږدې خپلوي او اړيكې لري، پوهه يې زړه او احساسات يې وچ شول. داسې ژوند ور كړه چې نېكمرغې ورځې او روښانه شپې ولري او د ژوند ټولگه د نېكۍ او نېكمرغۍ د توښې پر پاڼه پای ت هورسوي، ترڅو كه يې يې تشه را منځته كېږي، پښېمانه به نه يې. دوی همدا اوس بوډاگان دي او په نږدې راتلونكي كې به ته هم همدا عمر خوړلی/خوړلې بوډا/بوډۍ يې، نو خوښه دې چې ته(ځان ته)څه برابروې او څه كرې؟ هغه چې بوډاگانو پر بوډاتوب له لاسه ور كړي، د هغو بديل وگرځه، د ژوند د مُني څړمُنی يې شه او پكې پاتې ځواك سره يې د تكيې لكړه جوړ شه. بوډاگان او هغوی ته پاملرنه كونكي دې روغ سلامت وي.
پايله: له مور، پلار، نيكه، انا او د هغوی له همزولو نږدې دوستانو او ملگريو سره په خورا احتياط واوسئ، هغوی له هره اړخه بشپړ نازك او پر اسانۍ رژېدونكي دي او له شتون سره يې د يو تر ټولو د پام وړ چانس او موكې په توگه چلند وكړئ، يانې هغوی، د هغوی خوښ ساتل او دعاوې يې غنيمت او لويه لاسته راوړنه وگڼئ.
يوولس حقيقتونه: ۱- يوه ټولنه چې د حرامو له پېژندنې مخكې(د كومې ناروا د تر سره كولو)له كومې نېمگړتيا سره وروزله شي، بيا نو دا د حيرانتيا خبره نه ده چې يو سړی لمونځ نكوي، خو مېرمنې ته د پردې ساتلو وايي. پايله: د چا چې ديني روزنه نيمگړې وي، پر دين به يې عمل هم نيمگړی وي او يواځي هغه حكمونه به يې په سمه توگه پر ځای كولی شي چې روزنه يې وركول شوې وي، نو د دين پوره روزنه ترلاسه كړئ او اولادونو او شاگردانو ته يې پوره رزونه وركړئ، ترڅو بشپړ دين عملي كړئ/كړي او ټول حكمونه يې په ښه ډول پر ځای كړئ/كړي.
۲- ناپوهي په ليك لوست كې نيمگړتيا نه ده، بلكې(د مسلمانې ټولنې)ناپوه هغه دی چې د قبلې لوری ور مالوم وي، خو لمونځ نه كوي. پايله: اسلام په اسلامي ټولنه كې د پوهې او ناپوهۍ معيار پوهېدل يا نه پوهېدل نه دي را پېژندلي، بلكې د دين حكمونه پر ځای كول او يا نه پر ځای كول اسلام د پوهې او ناپوهۍ معيار گرځولی او را پېژني يې.
۳- درې څېزونه بېرته نه راكرځي: كوم ټكی چې له خولې ووت، وخت چې تېر شو او باور چې له منځه لاړ. پايله: دا درې واړه نازك څېزونه دي، نو د هرې خبرې کولو پر وخت له ژبې سره ډېر پام پكار دی، د وخت ساتنه خورا مهمه ده او كوم باور چې موږ په خلكو كې لرو او خلك پر موږ كوم باور كوي؛ تر هرڅه ارزښتمنه او لويه شتمني ده، خو پر لږ څه هم له منځه تللی شي، نو خونديتابه ته يې ډېره پاملرنه پكار ده، ترڅو دا درې څېزونه مو بې ځايه له لاسه نه وي ور کړي.
۴- ژوند لكه يو ستر بازار، پكې گرځې او له وړاندې شويو توكو د خپلې خوښې هغه را اخلې، خو ياد لره چې حساب يې وړاندې را روان دی او ته به د ټولو اخيستيو توكو بيه ور كوې. پايله: د دې نړۍ د ژوند بازار وړاندې كړيو توكو كې داسې څه واخله چې حساب يې لنډ، اسان او د وركړې پر وخت يې بيه كمه درباندې راشي.
۵- د مور-پلار فرمانبرداري هغه كيسه ده چې ته يې ليكې او ستا اولاد يې بيا تاته لولي. پايله: ته د خپل ټول ژوند په هره شېبه(آن په لا شعورۍ كې هم)له مور-پلار سره د ښه چلند او ښېگڼو يو اوږد داستان پر ليكلو بوخت تېروې چې پر ښه او بد ستا له پوهېدو نيولې آن تر مرگه دې ورسره د كړو-وړو، ورته دعاوو كولو او د نېك خويه اوسېدو په بڼه له هغوی سره ستا د ښېگڼو ټولگه ده او بيا يې همداسې ستا اولاد په خپل عمر کې شېبه پر شېبه بشپړ درته اوروي، نو په ښه چلند، ښېگڼو، دعاوو او هره شېبه د يوې نيكۍ په كولو سره له مور او پلار سره د دغه چلند په داستان ليكلو كې ډېر زيات هڅاند او ځېرك اوسه چې بيا يې له اورېدلو هم خوند او انرژي واخلې. نور بيا…

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button