له اسرائیلو سره زموږ کړکېچ! / پنځمه برخه

لیکوال: د. علي الطنطاوي
ژباړن: انوارالحق عاصم
اسرائيلو فرياد او شکايت کاوه چې مونږ پرې د بښنې مياشت کې بريد وکړ او ددوی د مقدساتو عزت مو ونکړ…! زه لومړی دا پوښتنه کوم چې اسرائيلو ته چا وويل چې دا د بښنې مياشت ده او يوه ورځ پکې ځانګړې ده؟ اسرائيل دروغ وايي. الله -جل جلاله- هغه چاته بښنه نه کوي چې شرک ورسره وکړي او اسرائيلو خو هغه وخت شرک وکړ کله چې دوی وويل عزير عليه السلام د الله زوی دی، الله -جل جلاله- له دې خورا لوی دی چې د هغه دې اولاد وي او نه د هغه په څېر څوک شته، الله -جل جلاله- هغه چاته بښنه نه کوي چې پېغمبران يې وژلي، دروغجن يې ګڼلي، تورونه يې پرې لګولي او دوی خو د جرائمو په قاموس کې داسې يو جرم ندی پرېښی چې دوی يې ارتکاب نه وي کړی، نو د بښنې دا کيسې پرېږدئ!، ستاسو مخې ته يوازې اور دی ، په دنيا کې به (دالله- جل جلاله- په مرسته) زمونږ په لاسونو ورننوځۍ او د آخرت اور خو نور هم سخت دی.
اوپاتې شوه د مقدساتو خبره! اسرائيل څومره بې حياء دي!… آيادوی د چا د مقدساتو خيال کړی دی چې اوس د خپلو مقدساتو د عزت غوښتنه کوي په تېره بيا چې کوم تقدس هم نلري؟ آيادوی د اقصی مسجد ونه سوځاوه؟ آيادوی د هغې بنيادونه ونه لړزول؟ د هغې ستنې يې ونه خوځولې ترڅو راپرېوځي؟ آيادوی د دېوال بېخ ونه کينده؟- ترڅود ځمکې تل ته کوز شي-دوی غوښتل هغه ځاي ته ورسيږي چې لاندې ترې سليماني هيکل دی- او فاصله يې دپنځلس متره ډېره وه. د دوی مخې ته يوازې د اقصی دېوال وو که دوی د کلا څنګ ته پنځه متره نوره کيندنه د دېوال پرځولو لپاره کړې وای نو مسجد به يې نړولی وای.
آيادوی د قيامه کليسا تخريب او پليته نکړه چې نصاراؤ ته يې تقدس درلود؟دوی هغه کليسا هم غلا کړه لکه څنګه چې يې مسجد وسوځاوه!…
دوي غله او تخريب کار دي، دوی فرياد او شکايت کوي چې مونږ د اختر پر ورځ پردوی بريد وکړ،دوی فلسطينيانو ته کوم اختر پرېښود چې خوښي پکې وکړي؟ دې مجرمانو خو د هغوی اخترونه هم ماتم کړل.
آيا اسرائيلو د کوم ناروغ خيال وکړ؟ ، آيادوی روغتونونه ونه نړول، ناروغان ، ډاکټران او نرسانې يې ونه وژلې؟
آيادوی د کوچنيتوب خيال وکړ چې له خلکو غواړي ترڅو ددوي د کوچنيانو خيال وکړي؟.
تاسې ته به ياد وي په وار، وار مې درته ويلي وو چې اسرائيل هغه ډول ندي څنګه چې تاسې انګېرئ ، داخو ګيدړ وو په مردارو به ګرځېده، د لېوه پوستکی يې وليد يا ورته چا ورکړ نو وايې غوست، له ځان سره يې د لېوه ثبت شوی غږ واخيست، نو خلکو پرې هم د لېوه ګمان وکړ، ولسونو هم بې تپوسه ومنل او ددوی هم پر ځان باور راغی.
خلکو انګېرله چې داسرائيلو استخبارات د نړۍ ترټولو قوي استخبارات دي، زمونږ ناسته ولاړه هر څه باندې پوه دي، تردې چې ځينو انګېرله (أستغفرالله) چې زمونږ له زړونو هم خبر دي، همدغه اسرائيل وو چې په رمضان کې پرې هجوم وروړل شو استخباراتو يې هيڅ توان ونه موند چې زمونږ د لښکرو پل مالوم او يا يې کوم څرک ولګوي.
الله -جل جلاله- دې مشرانو ته هم ډېر خير ورکړي چې له (۹۶۷) جګړې نه يې د راز پټ ساتل زده کړي وو بلکې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له مبارک سيرت نه يې زده کړي وو چې څنګه يې د مکې د فتح په ورځ د خپل لس زره کسيز لښکر تحرکات پټ وساتل چې په عربي جزيره کې هغه مهال تر ټولو ستر لښکر وو، پدې کې د هرې قبيلې کسان وو خو پردې سربېره يې ټولې هغه لارې وتړلې چې قريشو ته ترې خبر رسېده.
د بدر برېمنې معرکې نه وروسته ماتې خوړل، ولَو که د رسول الله صلی الله عليه وسلم او مشرانو اصحابو ټينګ پاتې کېدلو ماته په بري بدله کړه خو دا ددې لپاره چې جنګ نوبتي دی ، وخت د څرخ په څېر دی، نړۍ شپه او ورځ ده (بدلېږي رابدلېږي)، ځمکه په نېغه ختل او ښکته کوزېدل دی، ليکن اعتبار پای ته دی، ټولې چارې په اختتام پورې تړلې دي، نو ان شاء الله راتلونکی زمونږ دی، د دين اسلام دی ، ترڅو چې مونږ په اسلام ټينګ يو بری زمونږ دی.
په رمضان کې چې مونږ څه وکړل خورا حيرانوونکي وو، تاسې فکر وکړئ د شګو يوه همواره غونډۍ چې شل متره ارتفاع ولري که تاته يې د ختلو دنده درکړل شي نو په ختلو به يې ستړی شې، په تېره بيا چې کله يې پر سر چاپېره کسان ناست وي تا په کاڼو ولي او له ختلو دې بندوي ، په تېره بيا چې د کاڼو پرځای مرمۍ او بارود وي او په تېره بيا چې د شګو ددې ډيري پرځای سخت کاڼي او کلک سيمنټ وي، په هغې کې ټانکونه او توپونه نصب وي، څنګه د مصر پوځ له منځه يوړل؟!، تر ټولو غښتلې عصري او دفاعي کرښه چې (۲۸۳) مليونه ډالر لګښت پرې راغلی وو دوی پرې په خورا پخوانۍ او ضعيفې وسيله باندې ورتېر شول([7])، د لرګي په زينه باندې چې بيه يې درې ډالره وه دا حيرانوونکې پېښه څنګه وشوه؟!… په ايمان او ځيرکتيا سره چې پلان، وسله او راز پټول ورسره مل وو، دا ټول شيان اړين وو خو دا لکه د يو بدن غړي او ايمان يې روح وو، په (۹۶۷) جګړه کې مونږ دا هرڅه درلودل خو روح پکې نه وو خو اوس ورسره روح هم ملګری شو، دا خورا حيرانوونکي کوزېدل وو، شايد دا د هغه متحدينو د کوزېدو په څېر وو چې د وروستنۍ جګړې په جريان کې د (نورماندي) په ساحل ښکته شول، بلکې له هغې هم خورا حيرانوونکي وو، زه ګمان کوم چې کال (۱۹۷۳) د اکتوبر په شپږمه د مصريانو کوزېدل به د نظامي تاکتيکونو په تاريخ کې وليکل شي چې حربي ښوونځي کې به لوستل کېږي.
په (سيناء) او (ګولان)کې زمونږ د پوځونو حيرانوونکو کارنامو ته نړۍ ګوته په غاښ پاتې وه ،دوی بايد په رمضان جګړه کې زمونږ له بريا نه بلکې په (۴۸) او (۶۷) جګړو کې زمونږ له ماتې حيران شوي وای، عادتاً د تعجب وړ خو دا وي چې يو کار له داسې چا نه صادر شي چې وړتيا يې نلري لکه د حاتم طائي زوی چې سخاوتمند وي څوک يې ناشنا نه بولي ځکه زوی دپلار سِر وي، حيرانتيا هلته پيداکېږي چې د حاتم طائي زوی بخل وکړي.
د تعجب وړ خو داوه چې يهود بريالي شول هاغه يهود چې بې وزلي او رسوايي يې په برخه وه، نه دا چې د فاتحو سوبمندو اولادې بری وموند چې پلرونو يې ختيځ او لوېديځ فتح کړی وو، هاغه چې د نړۍ رهبران او ښوونکي وو، سربېره پردې چې په (۱۹۴۸) او (۱۹۶۷) دواړو جګړو کې نه مونږ برلاسي شو او نه يهود بريا ته ورسېدل، په ناپامۍ سره مونږ کې د يهودو خويونه راغلل، اختلاف، بې زړه توب، راز افشاء کول، پلان نه درلودل او ددښمن مشورو ته غوږ نيول.
ــــــــــــــــــــ
[7]-د مصر ځواکونو د شپږ ساعته پرلپسې جګړې وروسته د(بارلِو) په نامه دفاعي کرښه چې (۷) متره پلنوالی يې درلود ونړوله او سيناء دښتې ته ننوتل. (ژباړن)
نور بیا…