بابراعظم له لوبډلمشرۍ کېناست، شاهین افریدی او شان مسعود نوي لوبډلمشران وټاکل شول

عزم (چهارشنبه، د لړم ۲۴مه، ۱۴۰۲): د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د دریو فارمټونو لوبډلمشر بابراعظم په نړیوال جام کې له خرابې کارګردګۍ وروسته لوبډلمشري پرېښوده او د یاد هېواد کرکټ بورډ دوو فارمټونو ته دوه نور لوبډلمشران وټاکل.

بابراعظم چې له ۲۰۱۹ کال راهسې د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې لوبډلمشر و، څلور کاله یې مشري وکړه چې خپله لوبډله یې په یو ورځنیو لوبو کې تر لومړي مقامه ورسوله.

نوموړي نن په خپلې ایکس پاڼې ولیکل چې نور یې له لوبډلمشرۍ د کېناستو پرېکړه کړې چې اوس یې ښه وخت دی.

هغه خپله ۴ کلنه دوره کې د ټيټ او پاس یادونه کړې او زیاته کړې یې ده چې تل یې د زړه له تله هېواد ته لوبه کړې ده.

نوموړي له خپلو مېنه والو هم مننه کړې او زیاته کړې یې ده چې د لوبډلمشري پرېښودل سخته پرېکړه ده، خو په خبره یې، چې: اوس یې ښه وخت دی.

بابراعظم ویلي چې له دې وروسته به د لوبغاړي په څېر لوبډله کې لوبیږي او د لوبډلمشرانو ترڅنګ به ولاړ وي.

باید وویل شي چې له نړیوال جام وروسته په پاکستاني کرکټ بورډ او لوبډله کې د پراخو بدلونونو امکان لیدل کېده.

په ورته وخت کې د پاکستان کرکټ بورډ ویلي چې شان مسعود یې د ټیسټ لوبو او شاهین افریدی د شل اوریزو سیالیو لپاره د لوبډلمشرانو په توګه غوره کړي دي.

د دې ترڅنګ پخوانی الراونډر محمد حفیظ د لوبډلې ډایریکټر ټاکل شوی؛ خو یو ورځنیو لوبو ته د لوبډلمشر اعلان لا هم نه دی شوی.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستانۍ لوبډله به راتلونکې میاشت له اسټرالیا سره ۳ ټيسټ لوبې او نوي کال کې نیوزلینډ سره د شل اوریزو سیالیو سیریز ترسره کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!