نړیوال جام؛ په لومړۍ نیمه پایلوبه کې هندوستان نیوزلینډ ته ماتې ورکړه

عزم (چهارشنبه، د لړم ۲۴مه، ۱۴۰۲): د نړیوال جام په لومړۍ نیمه پایلوبه کې هندوستان نیوزلینډ ته په ۷۰ منډو ماتې ورکړه او بایلوبې ته یې لاره پیدا کړه.

دغه لوبه چې د ممبۍ ښار په وانکېډې سټیډیم کې ترسره کېده، هندوستانۍ لوبډلې یې پچه وګټله او لومړۍ توپوهنه یې غوره کړه، چې دغه پرېکړه درسته ثابته شوه؛ ځکه هندوستاني توپوهونکو تېز او غوره پيل وکړ، چې تر وروستي اوره یې دوام ورکړ.

هند په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په زیان سره ۳۹۷ منډې وکړې. ویرات کوهلي ۱۱۷، سریش ایر ۱۰۵، شوبمن ګېل ۸۰، روهیت شرما ۴۷ او کې اېل راهول ۳۹ منډې وکړې.

ټيم ساوتي ۳ او ټرینټ بولټ ۱ ویکټه واخیسته.

په ځواب کې نیوزلینډ ښه پیل ونکړ، خو کین ویلمسن، ډیري میچل او ګلین پيلیپس ملګرتیاوو لوبه ګرمه وساتله، مګر په وروستیو کې د محمد شامي، کلدیف یادو او بومرا ښې توپ اچونې د نیوزلینډ ټولې هیلې ور ختمې کړې او یاده لوبډله یې په ۴۸.۵ اورونو کې په ۳۲۷ منډو وسوځوله.

نیوزلینډ ته ډیري مېچل ۱۳۴، کین ویلمسن ۶۹ او ګلین پیلیپس ۴۱ منډې وکړې.

محمد شامي تر ټولو ډيرې ۷ ویکټې واخیستې. همداراز کلدیف، محمد سراج یادو او جسپریت بومرا هم یو، یو لوبغاړی وسوځاوه.

د لوبې غوره لوبغاړی محمد شامي و، چې ۹.۵ اورونو کې یې ۵۷ منډې ورکړې او ۷ لوبغاړي یې وسوځول.

په دې سیالي ګټلو سره هندوستان پایلوبې ته لاره پیدا کړه او په نړیوال جام کې یې مسلسله ۱۰مه بریا خپله کړه.

سبا به په دوهمه نیمه پایلوبه کې جنوبي افریقا او اسټرالیا سره مخ شي، چې ګټونکې لوبډله به یې هندوستان سره پایلوبه وکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button