لاس انجلس ټايمز: په متحده ايالاتو کې دحجاب کوونکو ميرمنو په وړاندې تاوتريخوالی زيات شوی

لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې د امريکا په متحده ايالاتو کې د حجاب كوونکو مسلمانو ميرمنو په وړاندې دتاو تريخوالي د کچې په لوړ والي رڼا اچولې ده.
ورځپاڼه کاږي چې ډيرو حجاب كوونكو ميرمنو ورته ويلي چې د حجاب په سبب دسړيو له لوري له تاوتريخوالي سره مخ شوي.
په ټکساس ايالت کې يوه شل کلنه پيغله په يوه هوټل کې دخوراک پرمهال له لفظي تيري سره مخامخ شوه چې يوه سړي په زوره چيغې پرې وهلې او ورته ويل يې: [سعودي عربستان ته ستنه شه].
په اوهايو ايالت کې يوه ځوانه پرده کوونکې ديوه موټروان له لوري هدف وګرځول شوه، او په نيويارک کې يوه درمل پلورنکې ميرمن چې حجاب يې په تن کړی وو ديوه سړي له لوري له ځورولو سره مخامخ شوه، سړي ورته دتروريستې خطاب کاوه، او غوښتنه يې ترې کوله چې له متحده ايالاتو اووزه, په نورو ايالتونو کې هم ورته پيښې ثبت شوي.
په ټکساس کې دقانون د پوهنځي استاذې “سحر عزيز” “لاس اينجلس ټايمز” ورځپاڼې ته ويلي: له امکانه لرې نه ده چې د حجاب په سبب مسلمانې ميرمنې دهغو بريدونو هدف وګرځي چې په دې وروستيو کې په متحده ايالاتو کې دمسلمانانو په ضد زيات شوي، ځکه حجاب دميرمنو په اسلام دلالت کوي.
هغې زياته کړه: مسلمانې ميرمنې حجاب په خپله خوښه اغوندي، ډيری ښځې حجاب ددې لپاره اغوندي ترڅو وښيي چې دوی ميرمنې دي، دا قضيه يوازې اسلامي اړخ نلري دا د ښځو دحقونو مسئله ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button