د موجوده اقتصادي ستونزو عاملين څوک دي؟!

سلیمان سعيد
تېره ورځ ازادي راډيو د ډپلومات خپرونې په حواله يو راپور نشر کړ چې: «طالبانو د افغانستان اقتصاد ويجاړ کړ!». په راپور کې يې داسې قيامت جوړ کړی ؤ، چې تا به ويل، د نړۍ پر مخ تر ټولو بده ورځ په افغانستان کې ده او په څو مياشتو کې به ټول افغانان له لوږې مړه شي. په راپور کې يې د دې هر څه ملامتي پر طالبانو اچولې وه او طرز يې داسې ؤ، لکه طالبان چې زموږ دښمنان او صليبيان مو کلک خواخوږي او دردمن وروڼه وي. اول خو يې د اقتصاد په کمزوري ښودلو کې پوره مبالغه کړې وه او ټوله پړه يې پر طالبانو اچولې وه. ورپسې يې د بشري حقوقو د نقض ډرامه غږولې وه، افغانستان يې د ترهګرو مرکز بللی ؤ او طالبان يې د ټولشموله حکومت نه جوړولو له امله ډېر سخت ملامت کړي وو.
زموږ هغه ساده زړي خلک، چې هيڅ سياسي بصيرت نه لري، په دغه ډول درواغجنو تبليغاتو ډېر ژر دوکه کيږي، دا هر څه رښتيا ګڼي او طالبان ملامتوي. خو معقوله دا ده، چې موجوده وضعيت په خپله مطالعه کړو او سپي پسې له منډې وهلو مخکې بايد خپل غوږ وګورو.
دغو درواغجنو صليبيانو خو پروسږکال هم همدغه شان اخطارونه راکول، چې راتلونکی ژمی به دومره ميليونه ماشومان له يخنۍ مړه شي، دومره ميليونه خلک به له لوږې مړه شي او پسرلی به داسې سخت جنګونه پيل شي. خو الحمدلله؛ هيڅ ونه شول. نه څوک له يخنۍ مړه شول، نه له لوږې او نه جګړې پيل شوې. يعنې د دوی راپورونه خو ټول له مبالغې ډک او درواغجن دي. البته که دغه موجوده واقعي ستونزې وڅېړو، بيا هم طالبان نه، په خپله همدوی ملامت دي.
دوی موږ ته د کمزوري اقتصاد نغاره غږوي، خو دا نه وايي چې افغانان ولې له داسې کمزوري اقتصاد او ستونزو سره مخ دي؟! علت يې څه دی، ملامت څوک دي او چاره يې څه ده؟!
موږ بايد همدغه موضوع باندې غور وکړو او د دښمن رسنيو ته د غوږ نيولو پر ځای، بايد په خپله حقيقت تر لاسه او قضاوت وکړو.
حقيقت دا دی، چې صليبي اشغالګرو په نظامي ډګر کې له ماتې وروسته، موږ سره بل ډول جګړه پيل کړې، چې هغه اقتصادي، سياسي او تبليغاتي جګړه ده. زموږ نوی حکومت ټوله نړۍ کې هيڅ دوست نه لري، کفار خو زموږ ازادي او اسلامي نظام نه شي زغملی او دا نور بې چاره ګان هم د صليبيانو له اجازې پرته هيڅ نه شي کولی. ځکه خو تر اوسه هيچا اسلامي امارت په رسميت نه دی پېژندلی او ټول هماغه يوه جعلي ناره بدرګه کوي، چې ټول شموله حکومت جوړ کړئ. څه ډول ټول شموله؟! اوس هم زموږ په کابينه او عموماً د حکومت په ټول ساختار کې د هر ولايت، هر قوم او هرې ژبې اوسېدونکي شته، نو ټول شموله آخر څه ته وايي؟! که د حکومت مخالفينو ته ونډه ورکول يې هدف وي، نو بايد بايډن هم ټرمپ ته حکومت کې برخه ورکړي او همداسې نور ټول دولتونه دې خپلو سياسي او مسلحو مخالفينو ته ونډه ورکړي.
دغه راز؛ زموږ د اقتصادي ستونزو لامل هم خپله همدغه نړيوال بشردوستان دي، چې په رسميت مو نه پېژني، هيچا ته افغانستان سره د تعامل اجازه نه ورکوي، په هره برخه کې يې بنديزونه راباندې لګولي او حتی زموږ خپله ملي پانګه يې هم راڅخه کنګل کړې.
خو لله الحمد؛ له دې ټولو ستونزو سره سره، بيا هم اسلامي امارت وکولی شول، چې خپلو ټولو دولتي کارکوونکو ته له خپلې ملي بوديجې معاشات اجراء کړي او پر دې سربېره، په خپله ملي بوديجه د بيا رغونې او اقتصادي پرمخګ مهمې او بنسټيزې پروژې هم روانې دي. حال دا چې تېر رژيم کې ټول معاشات او انکشافي چارې د سوال په پيسو تر سره کېدې. نو دوی د کوم اقتصاد خبره کوي؟! موږ کله اقتصاد درلود؟! د اقتصاد لپاره خو اوس له صفره کار پيل شو او الحمدلله تر دې دمه ډېر ښه روان يو.
همداراز؛ د بشر حقوقو د نقض ادعا يې يوه بله کاذبه تبليغاتي ډرامه ده، چې هيڅ حقيقت نه لري. هغه وخت چې دلته به هره ورځ زموږ په لسګونو هېوادوال د نړيوالو بشردوستانو په بمباريو او چاپو کې په شهادت رسېدل او د څرخي پله، باګرام او ګوانتانامو زندانونه پرې ډکېدل، زندانونو کې غير انساني شکنجې ورکول کېدلې او په دولتي ادارو کې ښځې ځورول کېدې، هلته هيچا د بشري حقوقو د نقض په اړه څه نه ويل. خو نن له ځانه د درواغو راپورونه جوړوي، انعکاس ورکوي او بيا موږ پرې تهديدوي. وړمه ورځ يې د شرعي حدودو د تطبيق له امله هم سختې نارې وهلې او دغه سپېڅلی قانون يې هم د بشري حقوقو نقض ګاڼه. مګر د دوی د اعدام فيصلې، قانوني چلند ګڼل کيږي.
لنډه دا چې زموږ په اړه د غربيانو هره کړنه او خبره له منافقت او دوه مخي ډکه ده. د دې لپاره چې د غربيانو دغه خباثت رسوا کړو، بايد اسلامي امارت هره ورځ داسې اعلاميې او څرګندونې ولري، چې د دوی له منافقته پرده پورته کړي او هغه اصلي موضوعات مطرح شي، چې پر اساس يې د دوی ظالمانه بنديزونه ټولې نړۍ ته څرګند شي، د بشر حقوقو، قانون او عدالت ادعاوې يې چلينج شي او له څه نا څه فشار او شرمندګۍ سره مخ شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button