هلمند، په ګرشک کي له څلورو پوستو اویوه کنډک څخه عسکر تښتيدلي

په داسي حال کي، چي دهلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کي له څو ورځو راهیسي دطالبانو اوعسکرو ترمنځ سختي نښتي شوي، ددغې ولسوالۍ لسګونو عسکرو خپلي پوستې او یو کنډک پرې ايښی او دوی ورڅخه تښتيدلي دي.

راپورونه وايي، چي تیره شپه دګرشک ولسوالۍ دادم خان سیمي ته څېرمه دښت کي عسکر له خپلو څلورو پوستو او یوه کنډک څخه تښتيدلي دي او زیات مهمات ورڅخه پاته شوي دي.

طالبانو ویلي، چي له یادي سیمي څخه دعسکرو تر تښتيدلو وروسته یې ټوله سیمه ولکه کړې او ګڼ پوځي مهمات یې نیولي دي.

دوه ورځي وړاندي طالبانو تر سختو جګړو وروسته دګرشک دآدم خان سیمه هم ونیوله او هلته میشتي ټولي پوستې يې له منځه یووړلې.

په ورته وخت کي دګرشک ولسوال محمدشریف خان ویلي، چي تیره شپه وسله والو طالبانو دیادي ولسوالۍ په ادرې باغ، مالګير او اوپاشک سیمو کي په امنیتي پوستو بریدونه ترسره کړي، چي داردو درې تنه عسکر پکي ټپیان شوي دي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button