هرات کې طالبانو یوه پوسته نیولې ۵ عسکر ټپيان شوي ۱ ټانګ ویجاړ شوی

عزم (شنبه، مرغومي ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د هرات ولایت نه په تر لاسه شوي خبر کې ویل شوي، تېره شپه ۳ بجې وسله والو طالبانو د اسلام قلعه ولسوالۍ کې په پوسته برید وکړ.
خبر وایي ، له سختې جکړې وروسته وسله والو طالبانو یوه پوسته نیولې ۵ عسکر ټپیان شوي ، ۱ ټانګ ویجاړ شوی.
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې د پوستې د نیولو او د ۱ ټانګ د ویجاړه ولو خبر ور کړی.
طالبان وایي ، د دښمن ۵ عسکر ټپيان شوي او نور له سیمې تښتېدلي.
په دې اړه تردامهاله چارواکو څه ندي ویلي
اصف افغان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button