د جنرال رازق د جنایتونو څو مستندي بېلګې

لیکوال : میوند سادات

تېره اونۍ دبشري حقونو دڅار نړیوال سازمان په افغانستان کي ځیني اوسني اوپخواني چارواکي په جنګي جنایتونو کي ښکېل وبلل، چي دهغوی له جملې څخه یوه هم دکندهار اوسنی امنیه قوماندان جنرال رازق دی .

دکندهار امنیه قوماندان رازق دبشري حقونو دڅار سازمان یادشوی راپور ، دنوموړي پر ضد د« یوناما !! ؟؟ » یوطرفه تبلیغاتي پرو پاګنډه وبلله او په همدې راپور کي یې دطالبانو لاس دخیل وباله .

ددغه بې سواده وژونکي جنرال په مدحه کي یو شمېر قلموالو هم دڅار ټولني راپور دنوموړي پرضد یوه توطیه وبلله او رازق ته یې دملي اتل لقب ورکړ. یو لیکوال چي له تېرو دروو لسیزو راهیسي یې دهر هغه حاکم جریان په پلوي قلم څرخولی ، چي خیټه یې ورخیشته کړې ، او اوس لا هم دامریکایې سفارت او ملي امنیت په راشن قانع نه دی ، دیو څو ډالرو په تمه یې جنرال رازق دغازي عبدالله خان اڅکزي خلف او دوخت ایوب خان نومولی دی .

موږ د جنرال رازق قلم مارو ملګرو ته یې وایو چي : تاسي که دڅار سازمان راپور   دپنجاب اوطالب فرمایش بولئ ، نو ددغه اتل جنرال لاندي کړني څنګه ارزوئ چي دکندهار غیور خو مظلوم ولس یې دعیني شاهدانو په توګه درسنیو او سهېلي حوزې دبشري حقونو خپلواک کمیسیون په وړاندي ګواهي ورکوي .

دځایې خلګوپه ویناد۲۰۱۳اکتوبرپه لومړۍ اونۍ کي دکندهارښار،،میان کوه، سرې کلا،زاړه ښاراومحله نجات سیموکي دڅلویښتوتنوجسدونه موندل شوي همداکسان لومړی شکنجه شوي اوبیاوژل شوي دي .دوی وایې چي :   پولیس د طالبانو سره دخپلوۍاویااړیکو درلودوپه تور خلګ نیسي   اووروسته یې وژني اودځینوکسانوکورونه یې هم په دې تورچي دطالبانوسره رابطه لري ورنړولي دي.دکندهار ښاریان وایې چي: خپلوان یې   پولیسوله کورونواودکانونوڅخه بیولي اوڅو ورځي وروسته یې بیا مړي موندل شوي دي، لس ورځي وړاندي دکندهارښار ددوهمي حوزې له یخ کاریزڅخه پولیسو څلورتنه بیولي ووچي پنځه ورځي وروسته یې جسدونه په میرویس روغتون کي پیداشول.

دحاجي یارمحمدپه نوم یوکس   وایې چي وروریې لس ورځي مخکي پولیسو ونیواوپنځه ورځي وروسته یې جسدپه داسي حالت کي وموندل شوچي پربدن یې دشکنجوډیري نښي وې ،همدارازیوبل تن تورجان وایې چي پولیسویې زوی ونیواوڅوورځي وروسته یې جسدپه میرویس روغتون کي پیداشونوموړی وایې چي زوی یې په چړواوبرچووژل شوی ؤ،محمداکبرچي په دغه سیمه کي چوکیدار دی دسترګولیدلی حال داسي بیانوي :«همدغودواړو وژل شووکسانودبوټو\لرګیوټال کاوه ،ماښام دپولیسو شین رنګه ټانګ راغلی اوهمداکسان یې له ځان سره بوتلل دادی چي وروسته یې مړي په میرویس روغتون کي وموندل شول». دکندهارښار ددوهمي حوزې خلګ وایې چي په دغه شپه دوه نورکسان هم پولیسوبیولي چي تراوسه یې دژونداومرګ حال معلوم نه دی .

یوبل کس دمولوي جمعه خان په نامه چي محله نجات کي یې امامت کاوه هم څوورځي وړاندي پولیسونیولی ؤچي څو ورځي وروسته یې په همدې سیمه کي جسدپیداشوهمدې کس بیله دې چي ملا اوملاامام ؤبل جرم !! نه درلود.

سیمه ییزخلګ وایې چي : رازق تردې مخکي هم عام خلګ اوطالبان ترنیولووروسته وژلي اوجسدونه یې په لیروځایونوکي غورځولي چي وارثان یې په میاشتومیاشتوله مرګ اوژوندڅخه ناخبره ساتل شوي دي .

دبشري حقونو خپلواک کمیسیون پخپل راپور کي لیکي چي : دکندهارښارله بیلابیلو حوزویې د مخفي وژنوپه اړه معلومات اوډیري عارضې ترلاسه کړي دي، همدغه راز ددغه کمیسیون په راپور کي ذکر شوي چي په مرموزه توګه دوژل شووکسانووارثان هره ورځ شکایت پاڼي ورته راوړي .

رازق دکندهارښاراوبولدک ولسوالۍ په شخصي زندانونوکي ،طالبان او دویش په مشهوربازاراومنډیې کي هغه تجاران چي نوموړی (قوماندان )ته ټاکل شوی باج نه ورکوي په دغوزندانونوکي ساتي ،هغه کسان بیابیرته خوشي کوي چي ډیري پیسې ورکړي اودبیالپاره ټینګه ژمنه وکړي چي پرټاکل شوي وخت به معلوم رقم باج قوماندان ته ورکوي .

دسیمه ییزوخلګوڅخه مي اوریدلي چي دقوماندان رازق په شخصي محبس کي په وارواربندیانو ترشکنجولاندي ساه ورکړې ،حتی څوکیسې خومي داسي اوریدلي چي قوماندان رازق په مستقیمه لارښوونه اوخپلولاسونودځینوبندیانوڅخه لاسونه اوپښې پرې کړي اوپه همدې ډول یې اسیران له ژونده بې برخي کړي دي .

دغه قوماندان دمځکوپه غصب ،دمخدره موادواووسلوپه قاچاق ،ادارې فساداودملي تجارانوپه تهدیداووژنه هم تورن دی .د۲۰۱۴اګست په ۲۷ مه نیټه دبولدک ولسوالۍ مربوط دکڅۍ سړک سره ددرو تنوهغو هیوادوالو مړي وموندل شول ،چي لس ورځي مخکي سرحدي عسکرو نیولي وو، دځایې خلګو په وینا دغه وژل شوي کسان چي درې نفره نور یې هم ملګري وو، لس ورځي وړاندي چي په یوه موټر کي یې دولسوالۍ دبازار څخه دونکي سیمي په لورسفر کاوه نادرکه شول ،دنادرکه شوو کسانو له جملې څخه دجمال ولد محمد جان ، نعمت ولد دل محمداوصدیق ولد حاجي شیخ جسدونه پیدا شوي اود نور و درو کسانو دمرګ اوژوند حال لا نه دی معلوم ، دوژل کسانو پر بدنونودوهلو- ټکولو اوشکنجو ډیر ي نښي نښانې وې ، لاسونه یې تړل شوي وو اوپه سر یې توري کڅوړي اغوستل شوي وې .

کوم وخت چي ولسي مخور دخپلو مړو دجسدونو انتقال ته ورغلل دجنرال رازق ټوپکیانو نه یوازي داچي قومي مشرانو ته سپکي سپوري وویلې ، بلکي همدا سپین روبي یې هم دطالبانود ملګرتيا په تور ووهل .

خلګو په مختلفو ډولونودخپل مظلومیت اواز پورته کړی، مظاهرې یې کړي ، دبشري حقونو سازمانونو دروازې یې ټکولي او درسنیو سره یې خپل حال شریک کړي ، خو په تاسف سره چي دجنرال رازق دګوتڅنډني له امله په کندهار کي دروان جنایت او وحشت په اړه رسنۍ دڅه ویلو زړه نشي کولای .

رازق او دسیاسي اسیرانو ډله ییزي وژني :

د ۲۰۱۳ز،کال په (جون )میاشت کي هم رسنیوداسي راپورونه خپاره کړل چي دکندهار ولايت په ارغستان ، بولدک او تخته پول  ولسوالیوکي دوه دیرش (۳۲)تنه طالب اسیران ددغه ولایت دامنیه قوماندانۍ مربوط اوسرحدي پولیسوله خواپه ډله ییزه توګه وژل شوي دي .

دعیني شاهدانوپه ویناچي :شپږتنه بندیان دارغستان په بالاژړه کي ،اووه کسه شین نري کي اوپنځه تنه توره ګاره کي ،اته تنه دتخته پول ولسوالۍ په بوزوڅوکۍ کي اوشپږتنه اسیران دبولدک ولسوالۍ په قرارګاکي دامنیه قوماندان (رازق) په شخصي زندان کي وژل شوي دي .وژل شوي کسان لومړی په شخصي محبسونو کي شکنجه شوي اوبیاله بندخونوڅخه ایستل شوي په ډله ییزه توګه په بیلابیلوځایونوکي وژل شوي دي .

داسیرانوپه تېره دسیاسي بندیانووژنه دبشري ،مدني اوجنګي قوانینوڅخه داسي ښکاره بغاوت دی ، چي په هیڅ ډول نشي توجیه کیدلای .دډیموکراسۍ عسکرچي دنړۍ په هره لویه اووړه پیښه کي دحقونواوقوانینونارې وهي دلته په مستقیمه اوغیرمستقیمه توګه داسي وحشي کړنوکي ښکېل دي اویایې ترپوزي لاندي ترسره کیږي،چي په نوروهیوادونوکي همداډول وحشت دځان لپاره دپوځي مداخلې اویرغل مجوزګڼي .

خوپه افغانستان کي بیاهرڅه برعکس دي ، په پټه اوښکاره په انفرادي اوډله ییزه توګه سیاسي اسیران وژل کیږي ،په زندانونوکي دسیاسي بندیانوشکنجه کول اوپه کلونوکلونوبې محاکمې په بندکي ساتل عادي دودګرځیدلی دی او…. .

په کندهارښاراوشاوخواسیموکي په لسهاووشکمن کسان په دې جرم وژل شوي چي دطالبانوسره په اړیکودرلودوتورن وو اویادطالبانودکورنۍ غړي اونژدې خپلوان وو،داسي به هیڅ ځای هم نه وي پیښ شوي چي داصلي تورن کس په ګناه دهغه دکورنۍ غړي اوخپلوان سزاشوي اوحتی وژل شوي وي خودکرزي رژیم دکندهارپه څېرپه نوروولایتونوکي هم همداډول شکمن کسان نیولي اووژلي دي .

په هرصورت دعاموخلګوسره زورزیاتی اود اسیرانوانفرادي اوډله ییزي وژني که ظاهرادقوماندان رازق له لوري ترسره کیږي ،خوواقعیت دادی چي دکندهارټول چارواکي په دغه وژنواوجنایتونوکي شریک دي ،ځکه دالومړی ځل نه دی چي بندیان وژل کیږي اویادولسي خلګوسره ناوړه چلندکیږي په ځلونوورته نوري پښي هم ددغه ولایت په مختلفوولسوالیوکي ترسره شوي دي .

وژل شوي کسان لومړی په شخصي محبسونو کي شکنجه شوي اوبیاله بندخونوڅخه ایستل شوي په ډله ییزه توګه په بیلابیلوځایونوکي په شهادت رسول شوي دي .

جنرال رازق ، پوهاند تور یالی ویسا اوولایتي بانډ یې دمحکمې ، څارنوالۍ ، وکیل اوقاضي دپریکړو څخه پرته دخلګو دوژلو، ځورولواوکور نړولوامر ورکوي ، او اوباشان یې بیا په ډيره بې رحمانه توګه سر ته رسوي ،په دې وروستیو کي دکندهار ښار په مختلفو ناحیو کي دخلګو کورونه په دې تور ویجاړشوي چي ګواکي دطالبانو سره اړیکي یاخپلوي لري .

څو میاشتي مخکي جنرال رازق په ډاګه حتی له رسینو سره خبروکي په اصطلاح ملي پولیسو ته دطالب په نامه دافغان وژني جدي امر صادر کړ، جنرال خپلووژونکو ته وویل چي دطالب په نامه دي څوک ژوندی نه راولي هرځای یې چي نیسي هلته دي کار ورخلاصوي .همدا وروستۍ ذکر شوي وژني اوپه ژړي ولسوالۍ کي عام قتلونه ددغه جنرال دامر وروستۍ عملي نمونې دي .

دبشري حقونو کمیسیونونه اوبنستونه ژر ترژره باید په کندهار کي دنوري عام وژني دمخنیوي په موخه جدي اقدامات ترسره کړي ، کنه په دغه ولایت کي به یو لوی بشري ناورین رامنځته شي ، لکه څنګه چي مخکي اشاره ورته شوه ، جنرال رازق خپلوعسکرو ته عام وتام دمخالفینوپه نوم دافغان وژني اجازه ورکړې ده ، نو که مخه یې ونه نیول شي خدای مکړه ډیر ولسي هیوادوال به ددې وحشت قربانیان شي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button