ګرانه اشنا ــ ګوهري

ملادُرمحمد ګوهري

ګرانه  اشنا دزړګي سره اشنا

مانه هوس مانه مستي مه غواړه

ماته په برخه  خدایزده څه لیکلي

زما په باب کي نیک بختي مه غواړه

ته خوبه غواړې چې دنورو په څير

زما رګونو کې مستي پیدا کړې

زما دژوند په سړو مړو اېرو کې

تازه  سکروټې او سپرغي پیداکړې

ته به له ما تېر خوځښتونه غواړې

وایې چې بیا بدلون ته ملا وتړم

دمظلومیت چیغې نارې کړم پورته

لکه پخوا ټوپک په شا وتړم

دستا به هیله دویښتوب وي زما

خوزه غمونو ویلي کړی یمه

په ځنګدن یم وس مي نه رسیږي

دوخت څپیړو څملولی یمه

داندیښنو په دې تاوده بازار کې

دمرګ له کندې درختلی نه شم

ژوندي احساس باندې مي اور ولګېد

له سرو لمبو نه دروتلی نه شم

ګرانه  اشنا دزړګي سره اشنا

مانه هوس مانه مستي مه غواړه

ماته په برخه  خدایزده څه لیکلي

زما په باب کې  نیک بختي مه غواړه

منم چې غواړې ، داسیا په ځمکه

ګرد او غبار شم توپانونه جوړ کړم

موهوم جنت کړم دشداد رېز مرېز

او هرطاغوت ته دوزخونه جوړ کړم

غواړې چې بیا دابدالي په مینه

دننګ اواز شم ننګیالي پاڅوم

دانقلاب له دې پستې زانګونه

نوي ځوانان نوي زلمي پاڅوم

خوزه لار ورکی دکلو مسافر

څوک له خوبونو ویښولای نه شم

ددې زمان په تورو تورو شپو کې

دسبا زیری ورکولای نه شم

ووایه بیا دکامیابۍ په هیله

چاته درواغ چاته رښتیا ووایم

څوک به مې واوري دا نامرادې چیغې

چاته کاکا چاته ماما ووایم

تاچې لیدلي وه زما په خوا کې

هغه خواخوږي تالا شوي دي اوس

اوس چاته سپڼ له خولې ایستلی نه شم

راته وګړي بلا شوي دي اوس

ګرانه  اشنا دزړګي سره اشنا

مانه هوس مانه مستي مه غواړه

ماته په برخه  خدایزده څه لیکلي

زما په باب کې  نیک بختي مه غواړه

غواړې چې بیا به دپخوا په شانې

خړو کورونو کې ځوانان لټوم

دستړي خوب دتعبیرونو په خیال

به بیا ملګري او دوستان لټوم

خو اوس مې خوب دتعبیرونو نه دی

څوک مې دخوب تعبیر کولای نه شي

زما نیم ژواندې ځوانیمرګې هیلې

دچا احساس راپارولای نه شي

دشعر ژبه مې ګونګۍ شوه زیاتي

په ترانو کې مې خوندونه نشته

اوس مې په ورانه کنډواله سینه کې

له حماسو نه ډک شعرونه نشته

مزه مي نشته دادب په بڼ کې

دزړه له پاسه دابیتونه لیکم

مه غواړه مانه هیرې شوې کیسې

چاته به بیا دزړه حالونه لیکم

ګرانه  اشنا دزړګي سره اشنا

مانه هوس مانه مستي مه غواړه

ماته په  برخه  خدایزده څه لیکلي

زما په باب کې  نیک بختي مه غواړه

ته خوبه غواړې چې ماوخوځوې

خوزما زړه دخوځیدلو نه دی

نور مې دردمنه غمزده سینه کې

تنکی احساس دپاریدلو نه دی

زما په وینو ودان شوی کورګی

تیارو خورو راته په څه شانې که

زما دلرغونو امیدونو جهان

دوخت تیارو راته په څه شانې که

پروت یم دداسې بلاګانو منځ کې

له سره رحم  او زړه سوی نه لري

داسره لیوان دانسانیت په بڼه

چاسره مینه خواخوږی نه لري

دلته توپیر دښو او بدو نشته

دلته چې حق وایي غدار یي بولي

څوک چې چاپلوس وي غوړمالي یي زده وي

هغه په وړاندې ځي سردار یي بولي

له مانه غواړې حماسي شعرونه

زما له قلم نه ګوره وینې څاڅي

له ګوهري نه تبسم مه غواړه

اوس یي له سترګو اوښکې سپیني څاڅي

ګرانه  اشنا دزړګي سره اشنا

مانه هوس مانه مستي مه غواړه

ماته په برخه  خدایزده څه لیکلي

زما په باب کې نیک بختي مه غواړه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button