سینوهه

که هر قلموال، اديب، ليکونکی او ليکوال قلم راواخلي او خپلې ورځنۍ خاطرې د ورځې په اوږدو کې ورسره نوټ کړي او هره ورځ که کومه ښه يابده پېښه کېږي ويې ليکي او همداسې مسلسل روان وي تر هغو چې نور د ليکلو زور پکې نه وي، ذهني او بدني کمزورۍ يې د ليکلو مخه نيسي نو په دې وخت کې که خپلې ټولې خاطرې په يو مصحف کې راغونډې کړي او يو غټ او پنډ کتاب ترې جوړ کړي، دا کار زما په فکر څلور ګټې لرلای شي.
اول، يوه ګټه يې دا ده چې خپل ځان به مو په تاريخ کې ثبت کړی وي او په تاريخ کې به مو خپل ځان او حثيثيت نه وي بايلودی.
دوهم، بله ګټه يې دا ده چې راتلونکي نسل ته به مو يو هنري او ادبي اثر پرېښی وي او راتلونکی نسل به زموږ له دودونو، رواجونو او تاريخ نه باخبره پاتې وي.
دريم، بله ګټه يې دا ده چې خپل ځان به مو په يوه ښه کار يعنې ليکلو او لوستلو مصروف ساتلی وي.
څلورم، بله ګټه يې دا ده چې يو درواغجن او د دروغو يا د چا په خوښه او ګټه تاريخ به مو نه وي پنځولی، بلکې يو ريښتونی او له حقيقته ډک تاريخ به مو پنځولی او ليکلی وي.
راځم نن د همداسې يو کتاب په ځانګړنو درته لنډې او مختصرې خبرې لرم…
سينوهه کتاب! دغه کتاب چې د موسی علیه سلام د زمانې نه 1350 کاله مخکې ليکل شوی، يو له هغه په زړه پورې کتابونو څخه دی چې هم تاريخ دی، هم سياست دی، هم فلسفه ده، هم دينپوهنه ده، هم ارواپوهنه ده، هم ناول دی.
سينوهه چې د فرعون ځانګړی طبيب دی، خپلې ترخې او خوږې خاطرې يې په داسې هنري او ادبي قلم ليکلې دي چې هر سړی پکې د خپلو ټولنيزو ناخوالو او بدبختيو يو تصوير ليدلی شي.
که څه هم دغه کتاب موږ ته د فرعونانو د نولسم پېر کيسې کوي، خو د دغه کتاب کيسې ماضي او مستقبل دواړه په ځان کې رانغاړي.
ما ډېر کتابونه او ناولونه لوستي، خو د خپل ذوق او شوق په کتابونو کې ماته تر ټولو خوندور کتاب همدغه سينوهه کتاب تمام شو.
دغه کتاب چې 894 مخونو او 56 څپرکو کې راټول شوی يو جالب او له خوندونو ډک او مالامال کتاب دی.
دغه کتاب پښتو ژبې ته تکړه ژباړن ډاکتر محمد عيسی ستانکزي راژباړلی دی.
د دغه کتاب ځينې قوي نقطې چې ما ترې را اخيستيې او غواړم ستاسو په ذهن يې هم دروشيندم دادي:
*(که کومه ورځ فرعون راته ووايي سينوهه! ته خپل علم ماته راکړه او يو جاهل سړی شه او زه به يې په بدل کې د پاچاهۍ تخت او تاج درکړم، نو زه به دغه معامله ونه منم، ځکه چې پوهېدم په ناپوهۍ کې ژوند کول، که انسان فرعون هم وي ارزښت نه لري).
*(تر لمر لاندې انسان بيخي نه بدلېږي او که يو لک کاله وروسته چې کوم انسان پیدا کېږي، هغه به هم د ننني انسان په څېر وي، خو ښايي وېښتان، جامې او د وېښتانو موډ او فېشن يې بدل شي).
*(د انسان يو شی هېڅکله نه بدلېږي او هغه د ده حماقت دی).
*(انسان دومره بې رحمه او شر غوښتونکی دی چې د نيل سيند تمساح ګانې هم ترې مهربانه دي او چاته يې د انسان په اندازه ازار نه رسېږي. د انسان زړه تر ډبرې هم کلک دی، هېڅکله به نرم نه شي او ناممکنه ده چې يوه ورځ دې، د هغه کبر او ځان غوښتنه له منځه لاړه شي).
*(يو انسان له ډېرو سختو او سترو بدبختيو سره مخامخ کړه چې ښايي اصلاح شي، خو که له بدبختيو خلاص شي او ځان سوکاله او نېکمرغه ووينی نو بېرته په همغه کس بدلېږي چې پخوا و).
*(ما په هغه وخت کې هر هغه څه درلودل چې يو کس يې هيله کوي، خو په داسې څه پسې وم، چې هېڅ انسان يې نه شي ترلاسه کولای. دغه شی، حقيقت او رښتيا ويل، ازادي او مساوات وو).
*(هنر داسې شی دی چې په دوستۍ او دوښمنۍ نه پوهېږي او کله خو داسې هم کېږي چې يو هنرمن د دښمنۍ په حال کې داسې اثر وپنځوي چې په دوستۍ کې يې نه شي کولای).

حفیظ الله بشارت

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button