د هلمند په سنګین کې دپوستې ټول عسکر له طالبانو سره یوځای شوي

عزم/ د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د یوې پوستې ټول ۶ تنو عسکرو وسلې سپارلې اوله طالبانو سره یوځای شوي دي.
خبر زیاتوي پيښه د سنګین ولسوالۍ بازار ته څیرمه د چیغک په سیمه کې واقع د کتیانو په نوم پوسته کې رامینځ ته شوې. خبر کاږي دپوستې د قومندان دادالله قانوي په ګډون ۶ تنه عسکر طالبانو ته اوښتي دي.
په هلمند کې امنیتي چارواکو دپیښې په اړه تر دې څه نه دي ویلي.
د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په یوه لیږل شوې خبر پاڼه کې ویلي، تیرماخستن لس بجې د چیغک په سیمه کې د کټیانو د پوستې ټول ۶ تنه عسکر له دوي سره یوځای شوي، نوموړي زیاتوي په راغلو کسانو کې یو مهم قومندان (دادالله قانوي) هم شامل دی.
قاري یوسف احمدي وايي تسلیم شویو عسکرو له ځان سره ګڼ شمیر سپکې او درنې وسلې او مهمات هم راوړي.
احمدبشار