کي روش : احساس کوم چې یرغمل يم

کار لوس کي روش، پرتګالی تبعه چې د ايران فوټبال ملي ټيم روزنکی دی د چهارشنبې په ورځ داپريل په ۱۵ رسنیو ته ویلي داسې احساسوم چې د ایران ځنې دولتي کړیو کې یرغمل يم .
کي روش وویل چې تېره میاشت ټاکل شوې وه چې د ایران فوټبال ملي ټیم سره اتریش ته ولاړ شم د تهران هوايي ډګر کې ممنوع الخروج شوم اجازه رانکړای شوه چې لوبډلې سره اتریش هېواد ته یو ځای سفر وکړم .
نوموړي زیاته کړه زما ممنوع الخروجي د مالیاتي مشکلاتو په اړه ده ، سره له دېنه چې تراوسه زما مالیاتي ستونزي ندي څېړل شوي، نو داسې اټکل کوم چې اوس مهال زه د ايران فوټبال ملي فدراسیون او مالیاتي ادارو سره یرغمل يم .
کي روش د چهار شنبي په خبرې ناسته کې د ایران ځني حلقې له مارانو او لړمانو چيچونکو سره تشبه کړه او زیاته يي کړه زما په سرنوشت لوبې کیږي او دوي غواړي چې د بې بنسټه مداخلو له امله د ټيم څخه بهر شم .
سمیع شینواری