د بنګله دېش الیون لوبډلې پاکستان ملي ټيم ته ماته ورکړه

عزم ( پنجشنبه ۲۶ وری )/پاکستان ملي لوبډلې او د بنګله دېش کرېکټ بورډ الیون لوبډلې ترمنځ تېره ورځ لوبه وشوه چې اليون لوبډلې ۴۸.۵ اورو کې په ۹ وېکټو له لاسه ورکولوسره  د پاکستان ملي ټيم ته په یوه وېکټه ماته ورکړه .

په پیل کې پاکستان پچه وګټله او د بیټنګ یا ټوپ وهنې  فیصله يي وکړه چې په ۵۰ ټاکلو اورونو کې يي د ۹ وېکټو په نقصان یوازې ۲۶۹ منډې جوړې کړې .

د پاکستان ملي لوبډلې له لوري محمد حفیظ ښه ولوبېده ۷۹ توپونو سره يي  ۹ څلورېزې او ۴ شپږيزې ووهلې چې  ۸۵ منډې جوړې کړې ورپسې فواد عالم په ۵۸  توپونو ۹ څلوريزې ووهلې او تر پایه ونه سوځېده چې  ۶۷ منډې يي جوړې کړې .

د بنګله دېش کریکټ بورډ الیون ټيم له لوري شوواګاتاهوم درې وېکټې واخیستې او ټاکلی هدف يي په ۴۸.۵ اورونو کې د ۹وېکټو له لاسه ورکولو سره ترلاسه کړ .

بنګله دېش لوبډلې کې تر ټولو غوره لوبه صابر رحمان وکړه نوموړي ۹۹ توپونو په وهلو سره اووه څلوريزې او ته شپږيزې ووهلې چې ۱۲۳ منډې وکړې .

د یادونې وړ ده چې د پاکستان او بنګله دېش دواړو ټیمونو لومړۍ ون ډې یا ۵۰ اوریزه لوبه به سبا ۱۷ د اپرېل ډهاکه کې تر سره کیږي .سميع شینواری

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button