کابل کې د ارغوان جام بائیسکل ځغلولو سیالي وشوه

عزم ( پنجشنبه ۲۷ وری) نن کابل کې د ارغوان جام د بائیسکل ځغلولو سیالي ترسره شوه چې خالد احمد لومړی مقام وګاټه .
دغه سیالۍ چې ۳۰ تنو افغان ځوانانو پکې ګډون کړی وه له کابل څخه تر پروان ولایت ګل غونډۍ پورې د ۶۵ کیلو متره لارې په واټن وهلوسره ترسره شوه چې لومړی مقام خالد احمد وګاټه ،روح الله دويم مقام او اشرف دریم مقام .
دغه سیالې د افغان بائیسکل ځغلولو فدراسیون له لوري تر سره کیږي چې د ځوانانو عمرونه د ۱۶ او ۲۰ کلونو ترمنځ وي .
د یادونې وړ ده چې ښاغلي خالد احمد په نړيوالو مسابقو کې هم ګډون کړی چې یوځل يي پاکستان کې ۶ مقام ګټلی او تر ۲۰ پورې سیالي يي دننه هېواد کې ترسره کړي چې ډېری وخت يي لومړي اویا دويم مقام ترلاسه کړی .
سمیع شینواری
Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button