د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال: افغانان به په راتکونکې کې د اوسپنې پټلې په ګډون د لویو پروژو شاهدان وي

عزم(یکشنبه، وري ۲۷مه، ۱۴۰۲): د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال د ګلبهار رغنیزې پروژې پرانیست غونډې ته ویلي چې افغانان به په نږدې راتلونکي کې په هېواد کې د اورګاډي پټلۍ غځولو او لويو لارو د بيا رغونې د سترو پروژو شاهدان وي.
ښاغلي برادر وړاندې وویل: اسلامي امارت د هېواد ابادول، خلکو ته اسانتیاوې رامنځته کول او هغوی ته د کاري فرصتونو برابرول خپل مسوولیت بولي او د دغه موخې لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.
اسلامي امارت به د هېواد د اقتصادي ثبات په موخه د لویو سړکونو رغول، د اوسپنې پټلۍ شبکو غځول او دېته ورته نورې لویې زېربنايي پروژې په نږدې راتلونکي کې پيل کړي. د ښاغلي برادر په وینا چې د اوسپنې پټلۍ له لارې به افغانستان د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د وصل کړۍ وګرځي.
نوموړي په بهرمېشتو افغان سوداګرو او پانګوالو غږ وکړ چې افغانستان ته راستانه شي او په خپل هیواد کې پانګونه وکړي. د ښاغلي برادر په قول چې وسمهال د پانګه اچونې خورا ښه فرصت رامنځته شوی او اسلامي امارت په ټول توان د ملي سوداګرو او پانګوالو د سر او مال ساتنه کوي او هېڅ ډول همکاري ترې نه درېغوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button