د بهرنیو چارو وزارت: د سي پیک اقتصادي دهلیز له لارې به افغانستان له سیمې او اروپا سره نښلوو

عزم(سه شنبه، د غوایي ۲۶مه، ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویلي چې د سي پیک اقتصادي دهیلیز له لارې شوني ده چې افغانستان د سیمي او اروپایي هیوادونو سره ونښلول شي او له یادو هیوادونو سره به سیده اړیکې پیدا کاندي.
نوموړي ویلي چې د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز له نښلېدا سره به افغانستان وکولی شي د سیمې او اروپا له هېوادونو سره وصل شي او په دې توګه به پانګونه جذب کړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، چې په هېواد کې د امنیت له خوندي کېدو سره اوس اړتیا ده، چې له سي‌پیک سره د نښلېدا په ګډون نورې سترې او نړیوالې پروژې پلې شي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو جامع افغان پلاوي د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته سفر وکړ او هالته یې د پاکستان او چین له بهرنیو چارو وزیرانو او د دواړو هیوادونو له نورو لوړپوړو کسانو سره ناستې او کتنې وکړې.
د یادو کتنو عمده برخه د کابل، اسلام اباد او چین اقتصادي اړیکي، ټرانزیټ او په سیمه کې د یادو درې واړو هیوادونو اقتصادي ښکېلتیا وه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button