طالب پلاوی د اوسلو په نړيوال کنفرانس کې ګډون کوي
(عزم : سه شنبه ، غبرګولي ۲۶مه، ۱۳۹۴ل)
ټاکل شوې ده چې نن د سه شنبې په ورځ په ناروې هېواد کې د یمن، سوډان، صومال او افغانستان د ستونزو او کړکیچونو دحل په اړه جوړ شوي دوه ورځيني کانفرانس کې دګډون له پاره دطالبانو د سياسي دفتر د مشر محمد طيب اغا په مشرۍ يو درې کسيز پلاوی ددغه هېواد مرکز اوسلو ته سفر وکړي.
نوموړی کنفرانس هر کال په اوسلو کې د نړۍ د مختلفو هېوادونو د ستونزو د څېړلو په موخه جوړېږي او د نړۍ په کچه د ګڼو هېوادونو تر ۱۵۰ لوړ پوړي چارواکي چې ځینې د بهرنیو چارو وزیران هم په کې وي ګډون کوي خو سږ کال به په دغه کانفرانس کې د څو نورو عربي هيوادو ترڅنګ د افغانستان په ستونزو هم خبرې وشي.
طالبانو ته په دغه کانفرانس کې د ناروې هېواد په رسمي توګه د ګډون بلنه ورکړې.
طالبانو د يوې اعلاميې په خپرو لو سره په ياد کانفرانس کې ګډون تائيد کړی خو د ځينو رسنيو هغه راپورونه يې رد کړي چې ويلي دي طالبان په دغه کانفرانس کې د افغان دولت له چارواکو سره خبرې کوي.
ديادونې وړ ده چې طالبان په دې وروستيو کې د افغانستان په اړه په نړيوالو کانفرانسونو کې د ګډون له پاره بلل کيږي او طالبان هم غواړي چې له دې لارې د نړۍ د خلکو غوږونو ته مخامخ خپل پيغامونه ورسوي او خپل دريځ روښانه کړي.
دا به وروسته مالومه شي چې دغه کانفرانس به د افغانستان دستونزو د حل په لار کې څومره ګټور ثابت شي.
عبداللطيف نظيف