کابل کې د باميان دنوي والي په ضد مظاهره وشوه

(عزم : سه شنبه ، غبرګولي ۲۶مه، ۱۳۹۴ل)
د افغانستان د باميان ولايت د نوي ټاکل شوي والي طاهر زهير په ضد نن په کابل په ولسې جرګه کې د باميان د خلکو استازو او د باميان د نورو اوسېدونکو په ګډون لاريون وشو.
لاريون کوونکي چې د يوناماد دفتر مخې ته راټول شوي وو له دولت څخه يې غوښتل چې باميان ولايت ته يو سم شخص د والي په توګه وټاکي. لاريون کوونکو ويل چې نوی والي طاهر زهير د کورنيو جګړو پرمهال د باميان په خلکو ظلمونه کړي دي او دوی يې د والي په توګه نه مني.
د يادونې وړه ده چې باميان ولايت د افغانستان هغه ولايت دی چې نږدې ټول اوسيدونکي يې شيعه ګان دي او باميان يوازينی هغه ولايت دی چې تر دې مخکې يوې ښځې حبيبه سهرابۍ د والۍ په توګه په کې دنده ترسره کوله.
عبداللطيف نظيف