دغزني ولایت ۱۲ ولسوالۍ دسقوط له ګواښ سره مخامخ دي
دغزنی ولایت چارواکي او اوسیدونکي وايي، چي ددغه ولایت ۱۲ ولسوالۍ دسقوط له ګواښ سره مخ دي.
دغزني ولایت دسولي دشورا منشی خلیل الله هوتک ویلي، چي دغزنی په ولایت کي طالبان تر حکومته ډیر واک لري او دولسوالیو له مرکزونو پرته نوري ټولي سیمي دطالبانو په ولکه کي دي.
دهوتک په خبره، چي په دغه ولایت کي ۱۲ ولسوالۍ دسقوط له ګواښ سره مخ دي.
هوتک ویلي، چي دغزنی ولایت ولسوالۍ ښار ته ليیږدول کیږي، چي دا خپله په دې معنا سره ده ، چي هغه ولسوالۍ دطالبانو له لوري نیول شوي دي.
څو ورځي وړاندي طالبانو دخوګیاڼو ولسوالۍ ونیوله، چي چارواکو ادعا وکړه، چي ولسوالۍ يې ښار ته ليږدولې ده.
راپورونه وايي، چي دغزنی ولایت دزیاتو ولسوالیو ولسوالان او امنیه قومندان دغزني په ښار کي اوسیږي اودغزني له ښاره دخپلو ولسوالیو چاري په مخ بیايي، چي ویل کيږي، دطالبانو له ویري ولسوالیو ته نشي تللای.
خلیل الله هوتک وایي، چي دغزنی ولایت یوشمېر ولسوالۍ دطالبانو له لوري کلابندي دي او ورته غځېدلي ټولي لاري يې تړل شوي دي.
دغزنی ولایت اوسیدونکي هم وايي، چي دغزنی ولایت په پراخو سیمو طالبان واکمن دي او حکومت یوازي په مرکزونو کي کلابند دی.
راپورونه وايي، چي له ډیري مودې راهیسي دغزنی ولایت دواغظ ، ګیرو او نورو ولسوالیو مرکزونه دطالبانو له لوري محاصره دي.
عادل خپلواک